د عدلیې په وزارت کې د کار زده کړې برنامې شپږمه دوره پیل شوه

د ۱۳۹۷  کال د سلواغې ۲۹

د شپږمې  دورې د کار زده کړو د پېژندنې برنامه د مالي او اداري معین، ښاغلي سیدمحمد هاشمي، د عدليې وزارت د خپرونو او بشري سرچینو د رئیسانو، د GIZ د دفتر د استازي د نوی دورې او تېرې دورې د کارزده کړو په حضور کې جوړه شوه.

د عدلیې وزارت د جندر آمریت، د بشري سرچینو د ریاست او د GIZ د دفتر په مالي همکارۍ هر کال د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د حقوقو، شرعیاتو او اقتصاد له څانګو څخه د ښځینه فارغانو لپاره د کار زده کړې برنامه ددې وزارت په مسلکي پُستونو کې  د ښځینه کارکوونکو او د مسلکي او شایسته افرادو د پېژندلو د زیاتوالي په منظور، جوړوي.

دغه برنامه د مالي او اداري معین ښاغلي سید محمد هاشمي په وینا پرانېستل شوه. د نوو کارزده کړو د پېژندنې په ترڅ کې، د تېرې دورې د کارزده کړو لپاره هم تصدیق لیکونه ووېشل شول.