د ژوند له چاپېریال څخه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د ۱۳۹۷ کال د سلواغی ۲۳

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د جندر آمریت د خپلو پخوانیو فعالیتونو په دوام، د ژوند د چاپېریال په ساتنه کې د ښځو د رول د پوهاوي برنامه د ژوند چاپېریال ساتنې د ادارې په همکارۍ، ددې وزارت له ښځینه کارکوونکو څخه د ۲۵ تنو ته جوړه کړه.

په دې برنامه کې موضوعګانې لکه( د ژوند چاپېریال، د ژوند چاپېریال ډولونه، د ژوند چاپېریال په ساتنه کې د ښځې رول، د ایکوسیستم تعریف، د ژوند چاپېریال ستونزې،  د اقلیم بدلون، د اقلیم د بدلون لاملونه، د اقلیم طبیعي لاملونه، غیر طبیعي لاملونه او د اقلیم د بدلون د کمښت تګلارې....) وړاندې شوی.