د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي ـ حقوقي تحقیقاتو د انستیتوت د لوی ریاست د مدني قوانینو د ديپارتمنت د رئیس معرفي کېدل.

د ۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت مسلکي معین ښاغلي محمد قاسم حلیمي، ښاغلی محمد حسین اسکندري د مدني ديپارتمنت د رئیس په توګه ددې ریاست کارکوونکو ته معرفي کړ. په هغه مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي ـ حقوقي تحقیقاتو د انستیتوت لوی رئیس او ددې وزارت یوشمېر رئیسانو او کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

د عدلیې وزارت مسلکي معین ښاغلي محمد قاسم حلیمي په دې پوست کې د ښاغلي محمد حسین اسکندري د مقررېدو په مناسبت هغه ته مبارکي ورکړه او ور څخه یې و غوښتل چې پدې اداره کې د عدالت د تأمین او د چارو د لاښه والي په لاره کې جدي هڅه وکړي.

ښاغلي اسکندري د عدلیې وزارت د مقام له اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د فساد پروړاندې د مبارزې، د عدالت د تأمین او په دې اداره کې د چارو د لاښه والي لپاره به خپله ټوله  هڅه په کار اچوي.

په پای کې، ښاغلی اسکندري د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د انستیتوت د لوی رئیس او نورو همکارانو له خوا خپل کاري دفتر ته بدرګه شو. ښاغلي اسکندري له دې وړاندې د عدلیې وزارت د دولت د قضایاوو د لوی ریاست د مسلکي غړي په توګه هم دنده ترسره کړې.