د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د دریو ورځو لپاره د افغانستان د حقوقي مساعدتونو ملي کنګره په کابل کې جوړه کړې ده

۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۳

دغه کنګره د جمهوري ریاست د دویم مرستیال جلالتمآ قانون پوه سرور دانش او د عدلیې د وزیر ډاکټر عبدلبصیر انور له لوري نن په کابل کې پرانستل شوه.

په دې کنګره کې د عدلیې وزارت معینانو، رئیسانو او کارکوونکو، د سترې محکمې، لوی څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت، د مدافعو وکیلانو د خپلواک انجمن او د مدني ټولنې استازو د دریو ورځو لپاره ګډون کړی دی.

د هېواد دعدلیې وزیر د مدافع وکیل د مخینی اړتیا په باره کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې همدا اوس په ټول هېواد کې ۱۵۱ حقوقي مساعدین شتون لري چې د هېواد وکړو او په دې برخه کې د اړتیا کچې ته په پاملرنې سره قناعت بخښونکې نه دي.

ده دغه راز وویل چې برخوال د حقوقي مساعدتونو مقرره او په دې برخه کې نورې موجودې برنامې بیا ګورې او ارزیابې کوي او په ټول هېواد کې د حقوقي مساعدتونو د وضعیت د ښه والي په منظر به نوې او اغیزمنې برنامې برابرې کړي. د عدلیې وزیر زیاته کړه چې د حقوقي مساعدینو د امتیازونو زیاتوالی د قانون د واکمنۍ په عالي شوري کې تر خبرو لاندې نیول شوی دی. ده هیله څرګنده کړه چې د هغې د تصمیمونو د تطبیق لپاره لازم اجراآت صورت ومومي.

د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش د ښې حکومتولۍ ډېر مهم عناصر، خلکو ته د عدلیې او قضایي خدمتونو وړاندې کول، په عدالت د هېواد والو لاس رسی او د قانون واکمني وبلله او زیاته یې کړه: "که چېرې په کوم هېواد کې عدالت تطبیق نه شي او قانون واکمني پیدا نه کړي او که چېرې په عدلي او قضایي سکتور کې اصلاحات تطبیق نه شي، د حکومتوالیۍ هېڅ بله برخه به اصلاح نه شي." ښاغلي دانش دغه راز د افغانستان د عدلي او قضایي سکتور ګړه وړه وساتیل او زیاته یې کړه: په هېواد کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته د عدلي او قضایي خدمتونو د وړاندې کولو، له جرمونو سره د مبارزې، د قوانینو د تصویب او توشیح، مظنونینو او تورنو کسانو ته د حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو په ګډون په بېلابېلو برخو او په زیاترو نورو مواردو کې د ودې او پرمختګ شاهدان یو.

د جمهوري ریاست دویم مرستیال دغه کارونه وستایل او د عدلیې وزارت له خوا د ۴۰۰ تقنیني سندونو د تدقیق او د پړاوونو د تېرولو له امله مننه او قدر داني وکړه. ده وویل چې د ملي یو والي د حکومت په دوره کې د قانون جوړونې په باره کې د عدلیې وزارت کړه وړه د هېواد په تاریخ کې بې ساري دي.

د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو معینې ډاکټرې ذکې عادلي د دغې کنګرې په باره کې خبرې وکړې او په افغانستان کې د عدالت د موسسې او د دې کنګرې له جوړوونکو څخه یې مننه وکړه.

د کنګرې د کار په دوام په افغانستان کې د عدالت د پروژې رئیس اریک جیمز ګراهم په دې برخه کې د خپلو همکاریو د دوام په باره کې خبرې وکړې او په ټول هېواد کې د عدالت د رامنځته کولو او د عدلي او حقوقي خدمتونو د پراختیا پربنسټ په هېواد کې د سولې تأمین بیان کړ. ده په دغو مراسمو کې د دغې کنګرې په باره کې په کابل کې د امریکا د سفیر ښاغلي جان بس پيغام خپور کړ. ښاغلي جان بس په خپل ضبط شوي پیغام کې په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ په کار کې د خپل هېواد د ژمنې او همکاریو ډاډ ورکړ.