د قانون جوړونې او علمي ـ تحقیقي څېړنیزو چارو د انستېتیوت دلوی ریاست یو غړی له مصر څخه د دکتورا په مقطع کې په ممتاز درجه فارغ شو.

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي ـ تحقیقي څېړنیزو چارو د عمومي ریاست یو کار پوه ښاغلی حبیب الرحمن رحیمي خپله د دوکتورا له رسالې څخه د ( الضمانات الدستوریة للحق فی المحاکمة العادلة) ترعنوان لاندې د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په ۲۲ نېټه د عین شمس پوهنتون په تالار کې په بریالي ډول دفاع وکړه او د دوکتورا د درجې په لاسته راوړلو بریالی شو.

ښاغلي رحیمي له (۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۱۸) کال پورې خپله د دوکتورا رسالة له ۵۵۸ مأخذونو څخه په یوه سریزه، درېوو بابونو، ۱۱ فصلونو، ۲۸ مبحثونو او نتیجه اخیستنې کې په ۶۰۰ مخونو کې لیکلی دی.

هغه دغه رساله د خپلو استادانو: د مصر د هېواد د پارلمان رئیس او د عین شمس پوهنتون استاد پروفیسور دوکتور علی عبدالعال او پروفیسور دوکتور ربیع انور فتح الباب  په لارښوونو لیکلی دی.

نوموړي د خپل دغې رسالې څخه د عربي او غیر عربي بېلابېلو هېوادونو څېړونکو او د مصر په پلازمینه کې د افغان محصلینو په حضور کې دفاع وکړه او د نوموړي پوهنتون دحکمیت کمېټې له لوري د دوکتورا د درجې په لاسته راوړولو بریالی و پېژندل شو.

د عدلیې وزارت ښاغلي دوکتور حبیب الرحمن رحیمي ته ددې بریا مبارکي وایي او د لازیات زده کړو د لاسته راوړلو په لاره کې هغه ته د نورو بریاوو غوښتنه کوي.