![](http://moj.gov.af/Content/images/samangansocialdeputysafa.jpg)
د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو معینه آغلې ډاکټره عادلي له خپل مل هیئت سره د سمنګان ولایت ته سفر وکړ او د نوموړي ولایت د عدلیې له ریاست څخه کتنه او د دې ریاست د چارو بررسي یې ترسره کړه او د نوموړي ریاست کارکوونکو سره یې ژمنه وکړه چې د دې ریاست شته ستونزو ته به رسیدګي وشي.