سید جعفر مصباح د جوزجان ولایت د عدلیې د نوي رئیس په توګه د نوموړي ریاست کارکوونکوته معرفي شو

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو معینه آغلې ډاکټره عادلي له خپل مل هیئت سره د جوزجان ولایت د نوي رئیس (سید جعفر مصباح) د معرفي کولو او له موړي ریاست څخه د کتنې او بررسي  په منظور د جوزجان ولایت ته سفر وکړه. هغې د نوموړی ریاست د کارکوونکو دکړنو د ارزونې په ضمن کې د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکز د ترانسپورتي ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او همدارنګه د ولایت په مقام کې د عدلیې د نوي رئیس د معرفي کولو په غونډه کې د جوزجان ولایت مقام له دې ریاست سره د هرډول مرستې ژمنه وکړه.