امین الله امین د بلخ ولایت د عدلیې د نوي رئیس په توګه د دې ریاست کارکوونکو ته معرفي شو

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو معینه آغلې ډاکټر زکیه عادلي له خپل مل هیئت سره د بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دې سفر په ترڅ کې یې امین الله امین د دې ولایت د نوي عدلیې رئیس په توګه د دې ریاست کارکوونکو ته معرفي کړه.

په دې کاري سفر کې په نوموړي ولایت کې یې د عدلیې وزارت له ادارو څخه د کتنې په ضمن کې، کاري اجراآت او شته ستونزې يې له نږدې څخه ولیدل او د چارو د لاښه والي لپاره د عدلیې د رئیس او کارکوونکو نظریاتو او وړاندیزونو ته غوږ شوه او له دې سره سره د دې ولایت والي هم د عدلیې له ریاست سره د اغېزمنې همکارۍ په اړه ژمنه وکړه.