د انسان د قاچاقو د آنلاین د یتابیس او د انسان د قاچاقو او دمهاجرانو د قاچاقو له قربانیانو سره د مرستې لپاره د رجعت ورکولو ملي میکانیزم پرانستل شول

دلیندۍ ۲۵- ۱۳۹۷

د انسان د قاچاقو د قربانیانو د رجعت ورکولو ملي میکانیزم او دانسان د قاچاقو د آنلاین د یتابیس نن دحکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یو لړ رسمي مراسمو کې پرانستل شول او ور وپیژندل شول.

د یاد دیتابیس له رامنځته کولو او ور پیژنې او د رجعت ورکولو د ملي مېکانیزم له برابرولو څخه موخه، د انسان د قاچاقو او دمهاجرانو د قاچاقو د قربانیانو د معلوماتو ثبت، د انسان په قاچاق وړوونکو د اړوندو معلوماتو ثبت، د انسان د قاچاقو او د مهاجرانو د قاچاقو له قربانیانو څخه ملاتړ او د انسان د قاچاقو او دمهاجرانو د قاچاقو له پدېدې سره د اغیزمنې مبارزې لپاره د مسؤولو دولتي او غیر دولتي ادارو ترمنځ دهمغږۍ رامنځته کول دي.

یاد مراسم د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیي د وزیر او د انسان له قاچاقو او دمهاجرانو له قاچاقو سره دمبارزې د عالي کمیسیون د لوی رییس ډاکتر عبدالبصیر انور له خوا، په افغانستان کې د USAID د مرستیالې مېرمن الیزابت چمبرز، په افغانستان کې د IOM د ځانګړي استازي او دهیت د رییس ښاغلي لورانس هارت، د انسان له قاچاقو سره د مبارزې دعالي کمېسیون دغړو، د انسان له قاچاقو سره د مبارزې د ولایتي کمېسیونونو، د عدلیي له وزارت سره دهمکارو ملي او بین المللي بنسټونو او د رسنیو د استازو په شتون پرانستل شول.

په یادو مراسموکې د عدلیي وزیر اود انسان له قاچاقو او دمهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمېسیون رییس وویل: د انسان له قاچاقو او دمهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې کمېسیون، د انسان له قاچاقو او دمهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې لپاره د دولت یو عالي ارګان دی چې له ۱۶ دولتي او غیر دولتي بنسټونو څخه تشکیل شوی دی.

 هغه زیاته کړه چې یاد کمېسیون د انسان له قاچاقو سره دمبارزې دقانون دتعدیل او اصلاح قضیوته د رسیدګۍ او د انسان د قاچاقو دجرمونو د تورنوکسانو د محاکمه کولو په اړوند مهمې لاس ته راوړنې لري هغه زیاته کړه چې زموږ له برنامو څخه یوه د انسان د قاچاقو د قربانیانو او د قاچاق وړوونکو د معلوماتو د ثبت په منظور د واحد او پراخ بنسټه
دیتابیس رامنځته کول او په هغه د مسؤولو دولتي بنسټونو لاس  رسی و چې له نیکه مرغه اوس یې تحقق وموند او تاسې د هغه د پرانستلو او ورپېژنې شاهدان یاست، دعدلیې وزیر د انسان د قاچاقو د قربانیانو د رجعت ورکولو دملي میکانیزم او د انسان د قاچاقو د آنلاین د دیتابیس په برابرولوکې د مرستې او همکارۍ په دلیل دIOM له دفتر اود USAID له موسسې څخه مننه او قدر داني څرګنده کړه.

د مراسمو په دوام د USAID مرستیالې مېرمن الیزابت اود IOM رییس ښاغلي لورانس هارت هم د موضوع په هکله خبرې وکړې او دانسان د قاچاقو د قربانیانو د رجعت ورکولو د ملي میکانیزم او دانسان د قاچاقو د آنلاین د دیتابیس پرانستل یې د انسان د قاچاقو او دمهاجرانو د قاچاقو له پدېدې سره د مبارزې په کارکې یو مهم ګام وباله.

د یادو مراسمو په بهیر کې د عدلیې وزارت دبهرنیو اړیکو رییس اود انسان له قاچاقو او دمهاجرانو له قاچاقوسره د مبارزې د عالي کمېسیون د سکرتریت مسوول نایف ریاضت اود IOM د معلوماتی مدیریت مسوول اکرام الله قریشي د انسان دقاچاقو دقربانیانو د رجعت ورکولو د میکانیزم اود انسان د قاچاقو ددیتابیس د ورپېژندلو په هکله یو پریزینتیشن وړاندې کړ.