د اطفالو لپاره د عدالت کنفرانس جوړ شو

 د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۶

د عدلیې وزارت د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې له قانون څخه د سرغړوونکو اطفالو د وضعیت د توضیح او د اصلاح  مرکزونو د شوري د غړو ادارو د مسوْولیتونو په منظور، د اطفالو لپاره د عدالت تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ کړ.

پدې کنفرانس کې، محمد قاسم حلیمي د ا.ا.ج د عدلیې وزارت مسلکي معین، د پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو معینانو، د یونیسف د ادارې مرستیال، د اړوندو دولتي ادارو او د مرسته کوونکو بین المللي بنسټونو استازو ګډون کړی وو.

پدې کنفرانس کې له دولتي او بین المللي مسوْولو بنسټونو سره د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د ریاست ستونزې شریکې شوې تر څو په ښه همغږۍ کې دې ستونزو ته رسیدګۍ صورت ومومي.

د عدلیې وزارت معین، اطفال د ټولنې زیان منوونکی قشر وباله او د هغو په ښه اصلاح او بیا روزنې باندې یې تاْکید وکړ او د مسوْولو ادارو  له استازو څخه یې وغوښتل تر څو مطرح شوې ستونزې په دقت سره بررسي کړي او په دې کنفرانس کې د هغو لپاره د حل لارې چارې ولټوي. نوموړي وویل چې له ډله ییز کار او د حل لارو چارو له ترلاسه کولو څخه وروسته به، ددې کنفرانس د غړو لخوا پریکړه لیک(قطعنامه)صادرېږي تر څو دولتي مسوْولې ادارې خپلو مسوْولینو ته په کتو، دغو اطفالو ته رسیدګي وکړي.

پدې کنفرانس کې د یونسیف د ادارې مرستیال او د پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو معینانو هم د موضوع په اړوند خبرې وکړې او له قانون څخه د هغو سرغړوونکو اطفالو د اصلاح او بیا روزنې په اړه چې د اطفالو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې ساتل کېږي، تاْکید وکړ: ددې ترڅنګ ، ښاغلي شفیق صمیم د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین ژمنه وکړه چې هر څه ژر به ښوونکي او زیات ښوونیز مواد له قانون څخه سرغړوونکي اطفالو د تعلیم او ښې روزنې په منظور، د اطفالو د اصلاح په مرکزونو کې برابروي.

میرفیاض الدین امیني، د کابل ولایت د اصلاح او روزنې د مرکز رئیس، هم د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د وضعیت په باره کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د شته ننګونو په څنګ کې، دغه مرکز له قانون څخه د سرغړوونکو اطفالو د اصلاح او روزنې په لاره کې له هېڅ ډول هڅې او کوښښ څخه ډډه نده کړی.

د کنفرانس په بهیر کې، استازي په څلورو ډلو ووېشل شول او د مطرح شوو ستونزو په اړه یې بحث وکړ له هغې وروسته، ګډونوالو د شته ستونزو د حل په منظور، د حل لارې چارې وړاندیز کړې.

دغه وړاندیزونه به د یوه پرېکړه لیک په بڼه برابر شي او د مسوْولو ادارو ستر مقامونه به یې لاسلیک کړي، تر څو د هغو د تطبیق په لاره کې، عملي ګامونه واخیستل شي.

د قانون پربنسټ، له قانون څخه په سرغړونې د مظنونو، تورنو او محکومو اطفالو ساتل، اصلاح او روزنه د عدلیې وزارت له دندوڅخه یوه ده، عدلیې وزارت ددغو اطفالو د اصلاح او ښې روزنې په منظور، په تېر کې له دولتي ادارو څخه له ځینو سره یې موافقه لیک لاسلیک کړی دی.د قانون او اړوند موافقه لیک پربنسټ، له دولتي مسوْولو ادارو څخه ځینې مکلفې شوي دي تر څو د روغتیايي، فرهنګي، دیني، تعلیمي او روزنیزو(تربیتي)، حرفوي او سپورټي خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې د عدلیې وزارت د اطفالو د اصلاح او روزنې له مرکزونو سره، لازمه همکاري وکړي.