د روان پوهانو د ظرفیت لوړولو په منظور د روان پوهنې د ستر متخصص د اصلاح مرکزونه جوړېږي

د ا.ا.ج د عدليې وزیر داکټر عبدالبصیر انور د آمریکا له بوستون پوهنتون څخه د روان پوهنې داکټره آغلې لیلا شوارتز خپل حضور ته ومنله.

په دې کتنه کې، د هېواد د عدلیې وزیر د اصلاح د مرکزونو د وضعیت او له قانون څخه د سرغړوونکو اطفالو لپاره د رواني ناروغیو د درملنې د خدمتونو د وړاندې کولو د اړتیا په باره کې خبرې اترې وکړې. آغلې لیلا چې په آمریکا کې له قانون څخه د سرغړوونکو اطفالو سره کاري تجربه لري، د افغانستان د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو وضعیت ښه توصیف کړ او له قانون څخه د سرغړوونکو اطفالو لپاره د رواني ناروغیو د درملنې د خدمتونو د وړاندې کولو او د اصلاح د مرکزونو د روان پوهانو د مسلکي توانمنیو د لوړولو په برخه کې، چمتووالی وښود.  

د عدلیې وزیر په افغانستان کې له قانون څخه د سرغړوونکو اطفالو لپاره د رواني ناروغیو د درملنې د خدمتونو د وړاندې کولو د اهمیت په باره کې تاْکید وکړ او په دې برخه کې یې د آغلې لیلا د همکارۍ له اعلان څخه قدرداني وکړه.

د یادولو ده چې اوسمهال په ټول افغانستان کې د اطفالو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې یو شمېر روان پوهان د رواني ناروغیو د درملنې د خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي