د کابل ولایت دحقوقو نوی رئیس پوهیالی سید غلام محمد رحماني خپلو مامورینوته ور وه پېژندل شو.

۳/۹/۱۳۹۷

 

دعدلیې وزارت اداري مرستیال سیدمحمد هاشمی درسمي مراسمو په لړ کې په داسې حال کې چې کابل ولایت والي محمد یعقوب حیدري اودعدلیې وزارت یوشمېر رئیسان اومامورین هم حاضر وو د کابل ولایت لپاره دحقوقو نوی رئیس سید غلام محمد رحماني دیاد ریاست کارمندانوته ور وپېژانده.

ښاغلي هاشمي په هرات ولایت کې دښاغلي درحماني دکارنامو ستاینه وکړه اوکارمندانو ته یې دنوموړي د وړتیا او استعداد ډاډ ورکړ، نوموړي هیله څرګنده کړه، جې د نوي رئیس د کار په پیل سره غوره لارې چارې رامنځته اود خلکو ستونزو ته به ښې حل لارې  ولټول شي همدارنګه یې دمخکني رئیس څخه هم مننه وکړه.

دعدلیې وزارت مرستیال دکابل ولایت دحقوقو دځای او کاري ستونزو یادونه وکړه اودیاد ریاست مامورینو ته یې ډاډ ورکړ، چې په بګرامیوکې ددې ریاست دودانۍ کار ۸۰٪ پرمختللی اوډیرژر به سرته ورسېږي.

په همدې حال کې ښاغلي حیدري دکابل والي ښاغلي رحماني ته دنوې دندې مبارکي وویل اودپخوانی رئیس دکارونو ستاینه یې وکړه، وعده یې وکړه چې دحقوق له ریاست څخه په هیڅ ډول مرستې اوهمکارۍ ونه سپموي.

بیا دکابل ولایت دحقوقو نوي رئیس ښاغلي رحماني دعدلیې وزارت له درانه مقام نه دباور مننه وکړه، وې خپلې ورسپارل شوې دندې به په خورا دقت اوصداقت سره پرمخ بیایي اوله هرډول  فساد سره به مبارزه کوي.

په اخر کې ښاغلي رحماني دعدلیې وزارت مرستیال، کابل او نورو ملګریو له لوري د ریاست پرڅوکۍ کښېنول شو اومبارکي یې ورته وویله.