د رسمې اسنادو دژباړې دتصدیق مرکز پرانستل شو

 

۳/۹/۱۳۹۷

د افغانستان داسلامي جمهوري دولت دعدلیې وزیر جلالت مآب دوکتور عبدالبصیر انور د رسمي اسنادو د ژباړې ( تذکره، نکاح لیک، طلاق لیک، مجرد لیک، تحصیلی اسناد، قباله او.....) مرکز دکابل په سوداګریز مرکز کې چې دنوي ښار حاجی یعقوب څلور لارې کې موقعیت لري، پرانست.

په دې مراسموکې دعدلیې وزارت رئیسانو او لور رتبه مامورینو هم ګډون کړی و، دعدلیې وزیر دیاد مرکز پرانسته مثبت اوګټور ګام و باله دې ویل ددې مرکز په پرانستلو خلک له ډېرې سرګردانۍ نه خلاص شو او ډېر په آسانۍ سره کولای شي، دخپلو رسمي اسنادو ژباړه تصدیق کړای شي.

دعدلیې جلالت مآب وزیر دیادې ادارې له څرنګوالي او درسمي اسنادو دپړاوو له طي کولو څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې دخلکو  د رسمي اسنادو د ژباړې دتصدیق په پړاوونو کې ډېره هڅه او کوښښ وکړي.

د ویلوده چې درسمي اسنادو دژباړې دتصدیق( تذکره، نکاح لیک، طلاق لیک، مجرد لیک، تحصیلي اسناد، قباله او....) مسوولیت دعدلیې وزارت دنده ده