د حقوقي عامه پوهاوي د نوې استراتیژۍ د تدوین په منظور مشورتي ناسته جوړه شوه

د ۱۳۹۷ کال د لړم ۱۳ او ۱۴

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو عمومي ریاست د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ د پروګرام (JSSP) د دفتر په مالي همکارۍ د حقوقي عامه پوهاوي د ملي نوې استراتیژۍ د تدوین په منظور دوه ورځنې مشورتي ناسته جوړه کړه.

ددې ناستې له جوړولو څخه  موخه، له اړوندو ادارو او بنسټونو سره د حقوقي عامه پوهاوي د ملي نوې استراتیژۍ شریکول و تر څو د هغوی نظریات او وړاندیزونه راټول او په استراتیژۍ کې شامل شي.

په دې ناسته کې د سترې محکمې، پوهنې ، لوړو زده کړو ، د ښځو چارو وزارتونو، د ملګرو ملتونو د سازمان د پرمختیايي برنامې (UNDP) د حقوقو د پرمختیا بین المللي سازمان (IDLO) د بشر د حقوقو او اړوندو بنسټونو استازو ګډون کړی وو.

په پېل کې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو عمومي رئیسې، د موضوع په اړه خبرې وکړې او له ګډون والو څخه یې وغوښتل تر څو د عامه پوهاوي ملي استراتیژي په پوره دقت سره وګوري او د دې استراتیژۍ د نهايي کولو لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي.

په دې ناسته کې، د حقوقي عامه پوهاوي ملي نوې استراتیژي په پوره دقت سره ولوستل شوه او ګډون والو د هغې د لا زیاتې بډاینې لپاره، خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل.