دبشري حقونو دبین المللي کنوانسیونونو دعملي پلان د سرته رسولو لپاره دسپارښتنو غونډه جوړه شوه

دلړم ۱۳مه ۱۳۹۷

دافغانستان داسلامي جمهوري دولت دعدلیې وزارت دبشري حقونو دملاتړ ادارې له لوري دعملي پلان د وروستی کولو لپاره دبشري حقونو دبین المللي کنوانسیونونو دسپارښتنو غونډه د وزارت په تالارکې جوړه شوه.

په دې غونډه کې دعدلیې وزارت اداري مرستیال سیدمحمد:هاشمی: دبشري حقونو دملاتړ اداري سرپرست احمد مسیح حامي او د اړوندو ادارو استازیو ګډون کړی وو.

لومړی دعدلیې وزارت اداري مرستیال خبرې پیل کړې وې ویل: تر اوسه دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دبشري حقونو له اوو(۷) بین المللي کنوانسیونونو او دماشومانو د حقونو له د وه اختیار کنوانسیونونو سره یوځای شوی دی، په دې اساس مکلفیت لري چې دغه کنوانسیونو نه عملاْ تطبیق کړي او دهغو د تطبیق څرنګوالي په اړه دملګرو ملتونو دسازمان څارونکیو ادارو ته راپور وړاندې کړي نوموړي د ادارو له استازیو غوښتنه وکړه چې دعمل پلان دسپارښتنو مسوده په غور سره وګوري او خپلې نظریې او وړاندیزونه ددې مسودې د وروستي کولولپاره وړاندې کړي.

دعدلیې وزارت دبشري حقونو د ملاتړ ادارې سرپرست احمد مسیح حامي هم د موضوع په اړه خبرې وکړې اود ادارو له استازیو یې غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره دې دخپلو سپارښتنو د تطبیق راپور له دې ادارې سره شریک کړي.

ورپسې دبشري حقونو دملاتړ ادارې مسلکي غړي محمد ایوب دولت زاده دعمل پلان د سپارښتنو د تطبیق په اړه خپل مفصل راپور دغونډې ګډونوالوته وړاندې کړ په اخر کې دغونډې ګډونوالو دعمل پلان دسپارښتنو په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات اوپه دې برخه کې موجودې ستونزې یې دپلان دتطبیق به برخه کې مطرح کړې.

افغانستان دملګروملتون دڅارونکیو کومېټو له لوري یولړ سپارښتنې ددې کنوانسیون دتطبیق د راپور له وړاندې کولو وروسته ترلاسه کړي دي، چې پربنسټ یې دعدلیې وزارت دبشري حقونو دملاتړ ادارې دنورو اړوندو ادارو په مرسته دسپارښتنو دعمل پلان تیار کړ او د نن ورځې دغوندې موخه هم دعمل پلان شریکول ددې له پاره دي چې تطبیق شویو اونویو سپارښتنو ته اخري بنه ورکړای شي .