د عدلیې له وزیر سره په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د سیاسي برخې رئیس کریستین جولي وکتل

د لړم دوه یمه کال ۱۳۹۷

د هېواد د عدلیې وزیر جلالت مأآب دوکتور عبدالبصیر انور په افغانستان کې د اروپایي ټولنې له رئیس اغلې کریستین جولي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

 په دې لیدنه کې دواړو لوریو له اداري فساد سره د مبارزې پر ملي ستراتېژۍ او له عدلیې وزارت سره د اروپایي ټولنې پر مرستو او همکارېو خبرې اترې وکړي.