عدلیې وزیر له جاسم محمد الخالدي په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره وکتل

جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د هېواد  عدلیې وزیر له جاسم محمد الخالدي د سعودي عربستان له محترم سفیر سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

د هېواد عدلیې وزیر په دې کتنه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت او سعودي عربستان د عدلیې وزارت ترمنځ د همکاریو د پراختیا او  خوښې وړ نورو موضوعاتو په باره کې، بحث او خبرې او اترې وکړې.