عدلیې وزیر له وینای کومار په افغانستان کې د هند له سفیر سره وکتل

جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د هېواد عدلیې وزیر له ښاغلي وینای کومار په افغانستان کې د هند له سفیر سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

عدلیې وزیر په دې کتنه کې د قانون جوړونې، له قانون څخه د سرغړوونکو اطفالو وضعیت ته د رسیدګۍ، د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو بنسټونو د سمون او ثبت، د عدلیې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او ځینو نورو مواردو په برخه کې، د هغه هېواد د همکاریو د جلبولو په باره کې بحث او خبرې اترې وکړې