د عدلیې وزارت او د افغانستان د مالي او بانکدارۍ د انستیتوت ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو

۱۳۹۷ د تلې ۱۵

دغه تفاهم لیک د عبیدالله عبادي، د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د بشري سرچینو د ریاست د سرپرست او لطف الحق نور پسرلي، د افغانستان د مالي او بانکدارۍ د انستیتوت د رئیس له خوا ، لاسلیک شو.

له دې تفاهم لیک څخه موخه،  د عدلیې وزارت او د افغانستان د مالي او بانکدارۍ  انستیتوت ترمنځ د یوه شفاف او اغېزمن ښوونیز میکانیزم رامنځته کول ده. ددې تفاهم لیک پربنسټ، د عدلیې وزارت د کارکوونکو د کاري ظرفیت د لوړونې لپاره د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتوت حرفه يي ښوونیزې برنامې( عمومي بانکدارۍ، د بشري سرچینو، رهبرۍ، حسابدارۍ او تدارکاتو تخصصي برنامې)  په زماني بېلا بېلو کچو کې ددې وزارت له ښوونیزو اړتیاوو سره سم، جوړوي.

د افغانستان مالي او بانکدارۍ انستیتوت د نیمه دولتي خپلواکې ادارې په توګه د دافغانستان بانک تر څارنې لاندې په افغانستنان کې د مالي سکتور د ظرفیت د لوړولو د ښه والي په منظور، فعالیت کوي.