د عدلیې وزارت د استراتیژۍ د مسودې د طرحې مشورتي څلورمه ناسته په کابل کې، جوړه شوه.

۱۳۹۷ د تلې  ۹

د ا.ا.ج عدلیې وزارت، ددې وزارت د استراتيژۍ د مسودې د طرحې مشورتي څلورمه ناسته، د داکترې ذکیه عادلي د ددې وزارت د ټولنیزو چارو معینې ، روح الله قاریزاده، د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواک انجمن رئیس، عزیزه عدالتخواه د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو عمومي رئیسې، شوونوال شاه ولي عطایي د پلان او پالیسې رئیس، ددې وزارت د جندر  آمرې، د کابل د حقوقو رئیس، د ښځو چارو وزارت د حقوقو رئیس، د هېواد د ۲۰ ولایتونو د عدلیې رئیسانو، د مدني ټولنې د استازو، د مدافع وکیلانو اود بشر د حقوقو د فعالینو په حضور کې، د آلمان د همکاریو د دفتر(جي، آي ، زید) د قانون د واکمنۍ د څانګې په مالي او تخنیکي همکارۍ په کابل کې جوړه کړه. د عدلیې وزارت نوې ستراتیژي دې د راتلونکو پنځو ( له ۱۳۹۸ څخه تر ۱۴۰۲) کلونو لپاره تدوین شي.

پوهنمل داکترې ذکیه عادلي د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو معینې، د جي، آي، زید دفتر د قانون د واکمنۍ د څانګې له همکاریو څخه د مننې په ترڅ کې په مهمو ټکو له جملې یې د ستراتيژیک پلان اهمیت او د هغه نقش د کلني عملیاتي پلان او ددې وزارت د ستراتیژۍ په تدوین کې د ټولو کارکوونکو په مشارکت تاکید وکړ. داکترې عادلي وویل: «عدلیې وزارت د قانون د واکمنۍ متولي او سر کې دی، له همدې امله ددې لپاره چې موږ له نورو څخه د قانون د حاکمیت توقع ولرو، لومړی باید له خپل ځان څخه پېل او د پېل ټکې و اوسو» نوموړې زیاته کړه موږ باید له تېر استراتيژیک پلان څخه یوه دقیقه زیان پېژندنه ولرو چې تېر استراتيژيک پلان څو سلنه بریالی و او که بریالی نه وو د هغه دلایل په څه کې دي تر څو وکولی شو د هغه له مخې د اغېزمنو کارونو لار  وړاندې کړو . نوموړې د عدلیې وزارت په جوړښت(تشکیل) کې د بشر د حقوقو پر اهمیت او نقش ، د حقوقي مرستو د تشکیل پراختیا او د سیاسي ګوندونو له فعالیتونو څخه جدي څارنې باندې تاکید وکړ وې ویل چې په نوې استراتیژۍ کې باید په هغو زیاته پاملرنه صورت ومومي».

آغلې انا د جي، آي، زید دفتر د قانون له واکمنۍ څخه د ملاتړ د څانګې مرستیالې، له افغانستان سره د آلمان هېواد له سل کلنۍ دوستې او همکاریو څخه یادونه وکړه او عدالت ته د خلکو د لاسرسي د بنسټیز کېدو په هکله له عدلیې وزارت سره د همکاریو پر دوام تاکید وکړ.  

شوونوال شاه ولي عطايي د عدلیې وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس، د مشورتي غونډې د موخو او مقصدونو او د عدلیې وزارت لپاره د استراتیژیک پلان د برابرولو د ضرورت په اړه خبرې اترې وکړی، وې ویل: استراتیژي د عدلیې وزارت لپاره یو له سازماني اغېزمنو ابزارونو څخه ده چې وزارت کولی شي خپل فعالیتونه له هغه سره سم، سم لوري ته سوق کړي.

وروسته، ښاغلي ذبیح الله جواد د عدلیې وزارت د پالیسۍ او استراتیژۍ سلاکار، د تېرې استراتیژۍ د ارزونې د موندنو لنډیز( ۱۳۹۳- ۱۳۹۷) چې د هغه په واسطه د شمال زون په اوو ولایتونو کې د نمونې په ډول ترسره شوی وو وړاندې کړه، ښايي ددې بررسۍ له موندنو څخه د عدلیې وزارت د نوې استراتیژۍ په طرحه کې هم استفاده وشي.

ددې په دوام، ګډونوال په ګروپونو ووېشل شول او د نوې استراتیژۍ د مسودې د طرحې په اړوند یې خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل. د هغوي نظریات او وړاندیزونه راټول شول او ښایي د نوې استراتیژۍ په مسوده کې له هغو څخه ګټه واخیستل شي.

د برنامې د لومړۍ ورځې په پای کې، ښاغلي روح الله قاریزاده د مدافع وکیلانو د خپلواک انجمن رئیس مطرح شوي موضوعات جمع بندي کړل د عدلیې وزارت او د جي، آي، زید دفتر د قانون  له واکمنۍ څخه د ملاتړ د پروژې له نوښت څخه د عدلیې وزارت د ټولو همکارانو او ددې استراتیژۍ په تدوین کې د همکارو بنسټونو د استازو د دخیل والي په اړه مننه وکړه.

په دوه یمه ورځ، د ګروپي کارونو له وړاندې کولو او له آزادو بحثونو څخه وروسته، ښاغلي سیدمحمد هاشمي د عدلیې وزارت مالي او اداري معین برنامه جمعه بندي کړه او د جي، آي، زید دفتر د قانون له واکمنۍ څخه د ملاتړ د پروژې له همکاریو څخه يې مننه وکړه. ښاغلي هاشمي په لاندې موضوعاتو لکه: د دولت د قضایاوو د څانګې د ستونزو لرې کول، له دقیقې ارزونې او نیازسنجونې وروسته د عدلیې ریاستونو د تشکیل زیاتول، له اړوندو ادارو سره د همغږۍ پیاوړي کول، د حجز له بدیلونو څخه ګټه اخیستنه، ددې وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې او په ځانګړي ډول په ولایتونو کې د ښځو د زیات حضور په اړه خبرې وکړې وې ویل چې ددې مواردو په اړه ددې وزارت په نوې استراتیژۍ کې پاملرنه صورت ومومي.

په پای کې د عدلیې وزارت معین، د تاوتریخوالي د منع د ولایتي کمېسیونونو او د انسان له قاچاق سره د مبارزې کمېسیون په غونډو کې او اړوندو نورو غونډو کې د عدلیې رئیسانو پر ګډون تاکید وکړ.