د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو معینې، د قانون د حاکمیت د پروژې GIZ له مرستیالې سره لېدنه او خبرې اترې وکړې

۱۳۹۷ د تلې ۸

داکترې زکیه عادلې، د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو معینې، له آغلې انافون هارنیر، د قانون د حاکمیت د ملاتړ د پروژې   GIZله مرستیالې سره د  خپل کار په دفتر کې لېدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې لېدنه کې، دواړو لوریو د عدلیې وزارت له بېلابېلو برخو سره د GIZ د فعالیت او همکاریو د څرنګوالي په باره کې خبرې وکړې او په زیاتو همکاریو یې تاکید وکړ.