د عدلیې وزارت د هغو ټولنیزو بنسټونو سره چې سیاسي فعالیتونه ترسره کوي، قانوني چلند کوي.

شنبه، د وږی ۳۱ نیټه ۱۳۹۷ کال

د ټولنو د قانون پنځمې مادې د (۲) فقرې پر بنسټ، هغه ټولنه چې د عدلیې وزارت څخه یې د فعالیت جواز ترلاسه کړی وي، د سیاسي فعالیت حق نلري. «ټولنه نشي کولی په سیاسي فعالیتونو کې ونډه واخلي او یا په اړونده اساسنامه کې د سیاسي مطالبو وړاندوینه وکړي». د ټولنو په قانون کې د تعدیل شوو مادو د درویشتمې مادې د (۳) فقرې پربنسټ چې ۱۳۹۶کال د ثور په ۱۲ نېټه په رسمي جریده کې خپور شوی دی«که چېرې د څارنې په بهیر کې، د دې مادې په (۱) فقره کې له درج شوي حکم سره سم  تشخیص شي چې د ټولنې فعالیت د نافذه قوانینو له حکمونو او اړونده اساسنامې سره په ټکر کې دی یا هغه دفتر مشخص ځای ونلري، د انسجام اداره، د ټولنې نوم د ثبت له دفتر څخه لرې کوي او د هغه جوازلیک لغوه کوي». پر دې بنا، له ټونیزو بنسټونو څخه هغه ډله چې سیاسي فعالیتونه ترسره کوي، د عدلیې وزارت د هغوي د جوازلیک د لغوه کولو سربېره، له هغوي سره سخت قانوني چلند کوي.

د عدلیې وزارت له کشفي ادارو څخه غوښتنه کوي ترڅو د ټولنیزو بنسټونو هرډول تخلف څخه عدلیې وزارت ته خبر ورکړي. ددې ترڅنګ، عدلیې وزارت له هېوادوالو څخه هم غوښتنه کوي ترڅو د ټولنیزو بنسټونو له هرډول تخلف څخه د عدلیې وزارت د ویب سایټ (د شکایتونو برخې)، د عدلیې وزارت د ټولنیزو پاڼو له لارې عدلیې وزارت ته خبر ورکړي او یا په دې شمېرې ۰۷۶۵۵۵۵۵۶۰۵ اړیکه ونیسي.