د انسان د قاچاق او مهاجرینو د قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون د تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه.

 د۱۳۹۷ کال د وږي د میاشتي ۲۱ نېټه

دغه غونډه د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو د رئیس ښاغلي نایف ریاضت تر ریاست لاندې او د انسان د قاچاق او د مهاجرینو د قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون د سکرتریت د مسؤل او د ښځو چارو وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو وزارت، سترې محکمې، ملي امنیت ریاست د استازو او د انسان د قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون د سکرتریت د غړو په ګډون د انسان د قاچق او مهاجرانو د قاچاق د قربانیانو د رجعت ورکولو د میکانیزم د وروستي کولو په منظور جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې، د انسان د قاچاق او د مهاجرانو د قاچاق د قربانیانو د رجعت ورکولو میکانیزم تر بحث لاندې ونیول شو. او د انسان د قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون په غونډه کې د وړاندې کولو لپاره آماده شو.

په پای کې د بشر د حقونو مسلکي غړي او د انسان د قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون د سکرتریت غړي حسن سلیمي ته دنده ورکړل شوه چې یاده موضوع د کمېسیون د غونډې په اجندا کې شامله کړي.