د عدلیې وزیر د مهاجرت د بین المللي سازمان (IOM) له عمومي رئیس سره لیدنه وکړه:

۱۷/۶/۱۳۹۷

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر او له انسان تښتونې سره د مبارزې د عالي کمیسیون رئیس جلالتمأب دوکتور عبدلبصیر «انور» د مهاجرت د بین المللي سازمان (IOM) له رئیس لورینس هارت سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو په تېرو دریو کلونو کې د انسان تښتونې سره د مبارزې د پرمختګ په اړه، له انسان تښتونې سره د مبارزې د ولایتي کمیسیون، او د مهاجرینو د قاچاق او د انسان تښتونې د مبارزې د عالي کمیسیون د سکرتریت د موندنو او له دې پدېدې سره د مبارزې د ګټورتیا په منظور بحث وکړ. د عدلیې محترم وزیر په دې اړه لازمې لارښوونې وکړې.

په اخر کې د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) رئیس له عدلیې وزارت سره د لازیاتو مرستو وعده وکړه ویې ویل چې ددې سازمان په راتلونکي پلان کې د ولایتي کمیسیونونو ملاتړ شامل دی.