په لویدیځ زون کې د عدلیې وزارت د ستراتېژۍ د مسودې د طرحې درېیمه مشورتي غونډه:

۱۳۹۷ کال د سنبلې ۲۱

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د یوې مسئولې ادارې په توګه دا خپله دنده ګڼي، چې د هېواد د ټولو اوسېدونکيو لپاره اغېزمنې عدلي او حقوقي چوپړتیاوې وړاندې کړي، په همدې خاطریې د اغېزمنو عدلي او حقوقي چوپړتیاو د وړاندې کولو او د عدلي سسټم د ځواکمنتیا لپاره یې خپله ستراتېژیکه موخه (قانون او عدالت) مدون کړې ده. ددغه موخو د تحقق لپاره یې جامع او اغېزمن پروګرامونه طرح او تطبیق کړي دي، چې په پایله کې یې عدالت ته د خلکو لاسرسي آسانه او ښه شوی دی، او د عدلي او حقوقي چوپړتیاو له امله د خلکو باور پر عدلیې وزارت زیات شوی دی.

اوس د یادې ستراتېژۍ په وروستېو پړاوونو کې واقع یو، د عدلیې وزارت د جي آی زیډ مؤسسې د قانون د ملاتړ پروژې په مالي او تخنیکي مرستو د نوې ستراتېژۍ د تدوین په موخه د مشارکت د اصل په ساتنه د عدلیې ریاستونه او مرسته کوونکیو ادارو په ګډون د هېواد په شپږو زونونو کې مشورتي غونډې پېل کړي دي، چې د راتلونکېو پنځو کلونو (۱۳۹۸-۱۴۰۲) ستراتېژي د لا اغېزمنو کارونو او عدالت ته د خلکو د لاسرسي لپاره ترتیب کړي، په دې برخه کې مو لویدیځ زون د عدلیې ریاستونو د همکارانو په مشوره مشورتي پروګرام (هرات، بادغیس، فراه، نیمروز او غور) او مسرته کوونکیو ادارو (د هرات ولایت د محاکمو د ریاست محترم استازی، د لویدیځ زون د ښځو چارو د ریاستونو قدرمنې رئیسانې، د خپلواکو مدافع وکیلانو د ټولنې محترم استازي، د مدني ټولنو محترم استازی او د هرات ولایت حقوقي کارپېژاند) په ګډون په ۲۰-۲۱/۹/۱۳۹۷ د پلان او پالیسۍ د رئیس ښاغلی شاولي «عطایي» د جي آی زیډ له فتر څخه د قانون د حاکمیت د پروژې مشاوره مېرمن «انا» او د عدلیې وزارت د پلان او ستراتېژۍ مشاور ښاغلې ذبیح الله «جواد» او د جي آی زیډ د قانون د ملاتړ د دفتر د کارکوونکیو په ګډون دایره شوه.

لومړی د عدلیې وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس ګډون والوته د ښه راغلاست ترڅنګ د عدلیې وزارت د ستراتېژۍ په جوړولو او پرمخ بیولو کې د هغوي د نظریاتو راټولول ګټور وګڼل او د اغېزمنو عدلي چوپړتیا په وړاندې کولو کې یې د ځینو مفاهیمو په اړه لکه پالیسي او ستراتېژي یې هر اړخیز بحث وکړ او د عدلیې د ریاستونو مامورینو او د نورو مرسته کوونکو ادارو مامورینو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه. ورپسې د جي آی زېډ د دفتر مشاورې مېرمن «انا» د المان هېواد او افغانستان د اوږدې مودې د دوستۍ او مرستو یادونه وکړه چې له هغې جملې نه یې د جي آی زېډ د قانون د حاکمیت او ملاتړ ددفتر چې د عدلیې وزارت سره یې عدالت ته د لاسرسي په برخه کې کوي هم یادونه وکړه.

د عدلیې وزارت د ستراتېژۍ او پالېسۍ مشاور ذبیح الله «جواد» د عدلیې وزارت د تېرې (۱۳۹۳-۱۳۹۷) ستراتېژۍ د لاسته راوړنو لنډه ارزونه حاضرینو ته وړاندې کړه چې د نوموړي په وسیله د شمال زون په اوو (۷) ولایتونو کې د نمونې په توګه ترسره شوي وو.

ښاغلې جواد د ستراتېژۍ د عدلیې وزارت د ستراتېژۍ د ارزونې پر مهال د هغې ځواکمنتیا، کمزورتیا، مواقع او تهدیدونه په ګوته کړل ګوتنیونې او ګټور او رغنده وړاندیزونه یې د لا ښو او زیاتې عملي کېدا لپاره مطرح کړل.

ګډون کوونکي پر پنځو کاري ګروپونو ووېشل شول، د پلان او پالیسۍ د ریاست او جي آی زېډ له لوري چې کومې پوښتنې مطرح شوې وې، هغو ته یې ځوابونه وویل، ټاکل شوې ده چې د هغوي له ګټو د نظریاتو او وړاندیزو څخه د نوی ستراتېژی په تدوین کې ګټه واخیستل شي.

د لومړی ورځې په پای ته رسېدو د بادغیس ولایت د عدلیې رئیس ښاغلې هوتک د مطرح شویو موضوعاتو جمع بندي پېل کړه د عدلیې وزارت او د جي آی زېډ دفتر د قانون د حاکمیت د پروژې له ملاتړ څخه مننه وکړه.

دوه یمه ورځ د ګروپونو د استازیو له لوري د ګروپي کار د پایلو په وړاندې کولو پېل او د پروګرام د پرمخ بیوونکېو له لوري مطرح شویو پوښتنو ته د ځوابونو ویلو او آزاد بحث له لارې د ګډون والو له لوري دوام ومینده.

په اخره کې دهرات ولایت د عدلیې رئیس غلام محمد رحماني د مطرح شویو موضوعاتو ټولییزه ارزونه وکړه او د عدلیې وزارت د عاقلانه ګام له پورته کولو او د پلان او پالیسۍ د ریاست او د قانون د حاکمیت د پروژې د ملاتړ له امله یې د جي آی زېډ له دفتر نه مننه وکړه.

ښاغلې رحماني د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: د ډاډ وړ خبره ده چې د عدلیې وزارت راتلونکې به د عدلیې ریاستونو ټولو مؤظفینو ته ددې ورکړې، په ستراتېژی کې لیکل شوې کړنې به لازمي کړي، کلنی پلان به له ستراتېژۍ سره په سمون کې برابر وي، د ستراتېژۍ خپرول او چاپول او د هغې نورو همکارانو ته ویشل، د ستراتېژۍ په حواله د پوهې او خبررسونو برنامه جوړول،د عدلي ریاستونو او د آمرینو برخو ته مالي واکونه سپارل، د ستراتېژۍ د تطبیق لپاره د یو ضمانتي میکانېزم رامنځته کول، د عدلیې ریاستونو په ټولو کاري برخو کې د جندر د اصل رعایتول او د ښځو ګډون، د عدلیې وزارت د کاري اجراآتو اړوند قوانینو تعدیل او بیا کتنه، د همکارانو تنخواوې لوړول او د تنخواوو په میزان کې د توازن رعایتول، د عدلیې ریاستونو او د هغې د همکارو ادارو ترمنځ همغږي تقویه کول، د همکارانو لپاره د اړتیا اړوند قوانینو چاپول او ویشل، د عدلي ریاستونو تشکیلاتي ساختار ډېرول، د عدلیې وزارت راتلونکې ستراتېژۍ متن په مشورتي غوڼدو کې وړاندې شوي د نظرونو ښکېلول او د عدلیې وزارت نور په ګروپي کار کې مطرح شوي موارد په نظر کې لري او خپله راتلونکې پنځه کلنه ستراتېژۍ دې طرح او تدوین کړي.