د اطلاع رسونې په برخه کې د عدلیې وزارت نوی نوښت

د ۱۳۹۷ کال د وږي د میاشتې ۲۰

د عدلیې وزارت په پام کې لري ترڅو په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ( عدلیې وزارت د کړنو د محاسبې ) ترنامه لاندې غونډې جوړې کړي. پرهمدې اساس د عدلیې وزارت ویاند محمد امان ریاضت پرون د ادراک د لوړو زدکړو په مؤسسه کې د حقوقو او نورو رشتو له ۱۰۰ تنو څخه زیاتو محصلینوته د عدلیې وزارت د دندو او مسئولیتونو او درې کلنو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ددې محصلینو پوښتنو او اندېښنوته یې ځوابونه وویل.

په دغه غونډه کې د ادراک د لوړوزدکړو د مؤسسې علمي مرستیال، د محصلینو د چارو مرستیال، دحقوقو د پوهنځي رئیس، او د حقوقو او نورو رشتو استادانو او محصلینو ګډون درلود.

په دغه غونډه کې د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت د عدلیې وزارت د دندو او مسئولیتونو په اړه وویل: زمونږ باور دادی چې خلک او په خاص ډول محصلان باید د حکومتي بنسټونو د مسئولیتونو او واکونو په اړه پوهاوي ولري ترڅو د هغې په رڼاکې له یوه اړخه خپلې ستونزې حل کړي او له بل پلوه ددې بنسټونو کړنې سم محاسبه کړي. هغه وویل: د عدلیې وزارت د حکومت د بنسټیزو ادارو څخه یو مرکزي بنسټ دی. دغه وزارت د ملي یووالي د حکومت په درې کلنه کاري دوره کې د حکومت د اصلاحاتو په بهیر او د نړیوالې ټولنې پروړاندې د افغانستان د ژمنو په ترسره کولو کې مهم او مسئولانه نقش درلود. هغه اشاره وکړه چې د عدلیې وزارت نه یوقانون جوړوونکی بنسټ او نه هم د قانون تطبیقوونکی بنسټ دی، بلکه دغه وزارت د عدلي او قضایي بسټونو د یوه بنسټ په توګه ځانګړي مسئولیتونه لري.

هغه زیاته کړه: د جمهوري ریاست د عالي مقام د قوانینو او فرمانونو د مسودو ترتیب، د تقنیني سندونو طرح، تدقیق او له پړاوونو څخه تېرول، د افغانستان په تقنیني سندونو کې د هغو کنوانسیونونو د سپارښتنو تطبیق چې افغانستان ورسره یوځای شوی دی، په رسمي جریده کې د تقنیني سندونو او سوداګریزو نښو چاپ او خپرول، د هغو ماشومانو اصلاح او روزنه چې له قانون څخه یې سرغړونه کړې ده، په املاکي، دیون (قرض) او مدني قضایاوو کې د هېوادوالو حقوقي عریضو او دوسیوته رسیدګي، په حقوقي او مدني قضایاوو کې د محاکمو د وروستني فیصلو تطبیق، د حاکمو پروړاندې د دولت له ملکیت او مالي ګټو څخه دفاع، بې وزله تورنو ته د حقوقي وړیا خدمتونو وړاندې کول، حقوقي پوهاوي ورکونه، د تابعیت د پرېښودو او لاسته راوړلو د غوښتنلیک بررسي او له پړاوونو څخه تېرول  او د سیاسي احزابو، ټولنیزو بنسټونو، معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ثبتول له هغو ځانګړو مسئولیتونو څخه دې چې د عدلیې وزارت خپلو امکاناتو او قانوني واکونو ته په پام سره په غاړه لري. ددې ترڅنګ د عدلیې وزارت د انسان د قاچاق او د مهاجرانو د قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون ریاست هم په غاړه لري چې دغه کمېسیون د دولتي او غیر دولتي ۱۶ بنسټونو څخه تشکیل شوی دی چې د قانون پربنسټ د ځانګړو دندو او واکونو لرونکې ده.

 

ښاغلي ریاضت د عدلیې وزارت د دندو او مسئولیتونو له روښانه کولو څخه وروسته ددې وزارت د کړنو په هکله هم معلومات وړاندې کړل وې ویل: د عدلیې وزارت د خپلو مسئولیتونو د ترسره کولو لپاره د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي. د مثال په ډول سره د عدلیې وزارت د تقنیني سندونو د تدقیق او له پړاوونو څخه د تېرولو په برخه کې بې ساري لاسته راوړنې لري. هغه وویل چې دغه وزارت د ملي یووالي د حکومت په درې کلونو کې د ۳۰۰ په شمېرکې تقنیني سندونه تدقیق او له پړاوونو څخه تېر کړي دي. هغه قوانین چې د دولت او ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه دي.

همدارنګه د عدلیې وزارت ویاند په دغه ناسته کې د افغانستان د قوانینو د دیتابیس او له دې دیتابیس څخه د تقنیني سندونو د موندنې د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل او ګډون کوونکو ته یې وویل: تاسو ټول باید د یو مسئول هېواد وال په توګه د خپل هېواد له قوانینو څخه خبر واوسئ او د دغه قوانینو د تطبیق په برخه کې هم باید خپل اغیزمن رول ترسره کړی.

ددې غونډې په پای کې ښاغلي ریاضت د جزاء د کود یو جلد او د جرایدو او نورو حقوقي رسالو یوه برخه دغه تحصیلي بنسټ ته وړاندې کړه او همدارنګه د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.