له انسان تښتونې سره دمبارزې لپاره دګاونډیو هیوادونو ددوه ورځنیو بحثونو پایلې وړمه ورځ اعلان شوې

 5-6 وږی 1397

دافغانستان مدني ټولنو د ازبکستان، تاجکستان،ترکمنستان اوپاکستان ټولنو ترمنځ دانسان تښتونې اودمهاجرینو دتښتونې په اړه دافغانستان اوګاونډیو هیوادونو په پولو کې ځنګه کېدای شي چې له دې شومې پدېدي سره مبارزه وکړای شي ګډه غونډه وشوه، داغونډه چې دحکومت د رسنیو په تالار کې جوړه شوې وه، دعدلیې وزارت جلالت مآب وزیر دوکتور عبدالبصیر:انور: اوپه کابل کې دامریکا دمتحده ایالاتو سفیر جان باس د ای او ایم عمومي ریس اودسیمې دګاونډیوهیوادونو دمدني ټولنو استازیو ګډون کړی و.

په دې دوه ورځنۍ ناسته کې دافغانستان دمدني ټولنو اوڅلورو ګاونډیو هیوادونو مدني ټولنو استازیو دیوې سیمه ییزې شبکې درامنځته کولو،دکړنلارې اوعملي پلان په طرح کولو له دغه ناوه پدېدې سره دمبارزې لپاره یې خبرې اترې اودنظریاتو تبادله وکړه په دې ناسته کې له هراړخیزو بحثونو موافقه وشوه چې دسیمې له مدني ټولنو یوه شبکه جوړه شي، ددې شبکې لپاره پنځه کلنه استراتیژی ترتیب کړای شي، داشبکه عملي پلان اوځانګړې بودجه ولري، شبکه دستراتیژي له عملي کولو وروسته کلنۍ غونډه جوړه او خپل کلنۍ راپور وړاندې کړي،ټولنې دې ځېړنې وکړي، چې دانسان تښتونې په اړه د هیوادونو په حالاتوکې څه بدلون راغلی دی، یوه تلیفونی لیکه دې چې ټاکلی نمبر ولري دانسان تښتونې سره دمبارزې لپاره دسیمې په سطحه رامنځته شي اودهیوادونو ترمنځ دې دوېزې آسانتیاوې رامنځته شي.

دامریکا دمتحده ایالاتوسفیر جان باس دسیمې دهیوادونو اومدني ټولنو ترمنځ دهمکارۍ په اړه ټینګار وکړ وې ویل، که دهیوادونو ترمنځ همکاری نه وي اوهیوادونه یوازې کارو وکړي، له انسان تښتونې سره دمبارزې په کارکې به بریالي نه شي، نوموړی وویل دانسان تښتونې مجرمین باید مجازات شي، اوله متضررینویې باید ملاتړوشي، چې یوځل بیاله ټولنې سره یوځای شي، دمتحده ایالاتو سفیر وویل انسان تښتونه یواځې په افغانستان کې نه بلکې دایوه نړیواله ستونزه ده ،هغه دانسان تښتونې په اړه دآنلاین ډیټابیس رامنځته کېدل یواغیزمن کاروګاڼه اودانسان تښتونې په اړه  یې دافغانستان دلاسته راوړنو ستاینه وکړه،نوموړي له دې ناوړه پدېدې سره دمبارزې لپاره دلازیاتومرستو وعده وکړه.

دعدلیې وزارت وزیر دوکتور عبدالبصیر"انور" دعدلیې وزارت سره دمتحده ایالاتو USAID،اوIOMله مرستومننه وکړه، نوموړي دمافیایې ډلو لپاره دانسان تښتونې له نشه یې توکو وروسته دویمه تمویلوونکي سرچینه وګڼله، وې ویل دانسان تښتونې سره دمبارزې عالی کمیسیون له دولس(۱۲) دولتي اونادولتي ادارو نه جوړ دی، چې د رامنځته کیدا له پیله یې په زړه پورې کړنې ترسره کړي دي نوموړي زیاته کړه داپدیده دافغانستان  په قوانینو کې جرم ګڼل کېږي، دعدلیې وزیر وویل چې په یو شمېر سیمه ییزو کانفرانسونوکې ددغې ښکاره دندې سره دمبارزې لپاره دحکومتونو ډېره پاملرنه را اړولې ده.

دعدلیې وزیر دامریکا له سفیر نه غوښتنه وکړه چې له دې وزارت سره د آنلاین ډیټابیس په برخه په (۳۴) ولایاتوکې مرسته وکړي،هغه دسیمه ییزو هیوادونو دلازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه اوهیله یی څرګنده چې دغه کانفرانس به ښې پایل ولري.

دغونډې په وروستیو کې دiom عمومي ریس لورینس هارت دعدلیې له وزیر، دامریکا له سفیر اودسیمې دهیوادونو له دنې ټولنو له استازیومننه وکړه اوددې کانفرانس موخه یې دمدني ټولنو دسیمه ییزې شبکې رامنځته کول، دکړنلارې جوړول اودسیمې په کچه له انسان تښتونې سره د مبارزې عملي پلان په ګوته کړل .