د عدلیې وزارت د ټولنېزو چارو معینې د JSSP د ټیم له رئیسې سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

۱۳۹۷ کال د وږي ۳

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د ټولنېزو چارو معینې ډاکټرې ذکیې عادلي د JSSP (د عدلي سکتور سره د ملاتړ د برنامې) د ټیم له رئیسې میرمن جستین. ام. روکیبا سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې. په دې کتنه کې د عدلیې وزارت له بېلابېلو برخو سره د JSSP  د همکاریو د څرنګوالي په باره کې د خبرو په ترڅ کې، دواړو لورو د زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.