د کابل ولایت د اطفالو د اصلاح او روزنې په مرکز کې له قانون څخه د سرغړونکو اطفالو ترمنځ د کتاب لوستلو او د قراني کریم د حفظ او تلاوت سیالي وشوه

د ۱۳۹۷ کال د زمري ۱۷

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د کابل ولایت د اطفالو د اصلاح او روزنې په مرکز کې پرځای شوي وو، د دغې سیالۍ د لومړي، دوه یم او درېیم مقام په ګټوونکو هغه جایزې او سوغاتونه چې د عدلیې وزارت د مقام له لوري په پام کې نیول شوي وو، ووېشل شول. په دې سیالۍ کې په بېلابېلو کټه ګوریو کې له قانون څخه په سرغړونې مظنونو، تورنو او محکمومو اطفالو ګډون کړی وو. د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزرات مسلکي معین محمد قاسم حلیمي د قران کریم د فضیلت په اړه خبرې وکړې او د دغه مرکز اطفال یې د قران کریم لوستلو او دیني تعلیمو ته وهڅول او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپل چلند او اخلاف له قران او له دیني تعلیمو سره سم عیار کړي چې په ټولنه کې د اخلاقو بیلګه واوسي.

د عدلیې وزرات مسلکي معین، له قانون څخه د سرغړونکو اطفالو بیا روزنه د دې وزارت مسوولیت وباله او وویل: موږ مسوولیت لرو چې دغه اطفال بیا وروزو او د صالحو افرادو په توګه یې ټولنې ته وړاندې کړو. دی ژمن شو چې په ډېر لنډ ممکن وخت کې به نورې سیالۍ هم له قانون څخه د سرغړونکو اطفالو ترمنځ تر سره کړي.

د کابل ولایت د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکز رئیس میرفیاض الدین امیني، د دې مرکز د جوړولو موخه له قانون څخه په سرغړونې د مظنونو، تورنو او یا محکومو اطفالو بیا روزنه او ټولنې ته د صالحو افرادو وړاندې کول وبلل او وایې ویل چې دغه د تعلیمي، روزنېزو، سپورتي، حرفوي، مذهبي، حقوقي، روغتیایې او فرهنګي خدمتونو دغه مرکز د اړوندو ادارو او بنسټونو په همکارۍ اطفالو ته برابر کړی دی.

مولوي صیقل هم اطفال د قران کریم تعلیم او زده کړې او دیني تعلیمو ته وهڅول، هیله یې وکړه چې دغه اطفال په راتلونکي کې د صالحو افرادو په توګه ټولنې ته وړاندې شي او د ټولنې له مسوولیتونو څخه یو پېټی په اوږو واخلي.

په پای کې له اطفالو څخه یو تن د دې مرکز د اطفالو په استازيتوب د دغه شان سیالیو د تر سره کولو له امله مننه او قدرداني وکړه او د دغو سیالیو د دوام غوښتنه یې وکړه.

د یادونې وړ ده چې د رپوټونو له مخې له قانون څخه په سرغړونې ۵۳۰ تنه مظنون، تورن او یا محکوم اطفال د اطفالو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې شپې سباکوي چې ۱۵۹ تنه یې د کابل ولایت د اصلاح په مرکز پورې اړه لری او له دې جملې څخه ۲۷ تنه یې د کورني او بهرني امنیت پرخلاف جرمونو مظنون، تورن او یا محکوم دي.