د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو مرستیالې له اړوندو ریاستونو لیدنه وکړه

ډاکټر ذکیره عادلي د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو مرستیالې پرون د انسجام ریاست له بېلابېلو برخو، د سیاسي ګوندونو او د ثبت او څېړنو، مدني ټولنو او د راکړې ورکړی له لارښود دفتر څخه لیدنه وکړه، نوموړې په دې لیدنه کې د چارو جریان او له مراجعینو سره د کارمندانو کړنې و ارزولې، همدا رنګه یې د کارمندانو ستونزې واورېدلې او زیاته یې کړه چې پدې اړه به لازم تدابیر ونیسي.