د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو مرستیالې د «IDLO» د حقوقي بین المللي پرمختیا د سازمان د ساحوي پروګرام له رئیس سره د پېژندګلوی لیدنه وکړه

د زمري لسمه ۱۰، ۱۳۹۷

داکترې ذکیې عادلې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو مرستیالې د د (IDLO) د حقوقي پرمختیایي سازمان د ساحوي پروګرام له رئیس کولن واز سره د خپل کار په دفتر کې د پېژندګلوی لیدنه وکړه.

ښاغلي کولین واز له عدلیې وزارت سره د «IDLO» د حقوقي بین المللي سازمان له مرستو یادونه وکړه، وې ویل چې دا دفتر د عدلیې وزارت د حقوقي چوپړتیاو له عمومي ریاست سره د جزاء کوډ د روزنیزو پروګرامونو په دایرولو، د زده کړه نیزو موادو د نصاب په پرمختیا، د حقوقي مساعدینو د ظرفیت په لوړولو او د مدافع وکیلانو په برخه کې همکاري لري.

ښاغلي کولین واز د مدافع وکیلانو او د حقوقي مساعدینو د وړتیاو لوړول خورا مهم وګڼل وې وی همدا اوس پنځه پروګرامونه ترکار لاندې دي نوموړي له عدلیې وزارت سره د خپلو همکارېو د دوام ژمنه وکړه.

د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو مرستیالې د «IDLO» د حقوقي سازمان له مرستو او همکارېو مننه وکړه او له عدلیې وزارت سره یې ترې د نورو مرستو او همکاریو هیله وکړه.