د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو مرستیالې د یوناما د قانون د حاکمیت د برخې له عدلي رئیس سره د پېژندګلوئی لیدنه وکړه

۱۰/۵/۱۳۹۷

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو مرستیالې ډاکټر ذکیې عادلي د یوناما د قانون د حاکمیت د برخې له عدلي امر مکائیل لکنر سره د خپل کار په دفتر کې د پېژندګلوی لیدنه وکړه.

ښاغلي لکنر د عدلیې له وزارت د خپلو مخکینېو مرستو یادونه وکړه وې ویل چې دا دفتر د عدلیې وزارت د حقوقي چوپړتیاو له عمومي ریاست سره مرستې کوي، نوموړي زیاته کړه، چې په راتلونکي کال کې به د فساد په له منځه وړلو کې هم پروګرامونه ترلاس لاندې ونیسی، نوموړي له عدلیې وزارت سره د خپلو مرستو د دوام ژمنه وکړه.

د عدلیې وزارت د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو مرستیالې د عدلیې له وزارت سره د هغوي د مرستو مننه وکړه او د لا زیاتو مرستو هیله یې څرګنده کړه.