د انسان د قاچاق پرخلاف د مبارزې نړیوالې ورځ، د عدلیې په وزا رت کې ولمانځل شوه

د ۱۳۹۷ کال د زمري ۸

په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د انسان د قاچاقو پرخلاف د مبارزې د کمیسیون له خوا د عدلیې په وزارت کې جوړه شوې وه، د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او د انسان د قاچاقو پرخلاف د مبارزې د کمیسیون د تخنیکي کمېټې رئیس نأیف ریاضت، د مهاجرینو او د راستنېدونکو د چارو د وزارت د پلان او د پالیسۍ معین، د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون استازي او  د اړوندو ادارو استازو ګډون کړی و. د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او د انسان د قاچاقو پرخلاف د مبارزې د کمیسیون د تخنیکي کمېټې رئیس د انسان د قاچاقو پرخلاف د مبارزې د عالي کمیسیون د لاسته راوړنو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د انسان قاچاق د نشهې توکو له قاچاقو وروسته د بین المللي تروریزم له تمویل دوه یمه سرچینه ده. ده زیاته کړه چې د انسان د قاچاقو قربانیان د ټولنې زیانمنونکی قشر یعني ښځې، اطفال او تنکي ځوانان دي او افغانستان د انسان د قاچاقو په برخه کې د مبدا، ټرانزیت او د مقصد هېواد په توګه ګڼل کېږي. ښاغلي ریاضت وویل چې د آمریکا د بهرنیو چارو د وزارت د رپوټ له مخې چې په کال کې، یو ځل خپرېږي، افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د څارنې په دوه یمه درجه کې ځای درلود خو په هغو ګامونو ته په پام لرنې سره چې په دې برخه کې اخېستل شوي دي. په ۲۰۱۷ کال کې له څارنې پرته دوه یمې درجې ته لوړ شوی دی.

د مهاجرینو او راستنېدونکو د چارو د وزارت د پلان او د پالیسۍ معن، مهري خدا سیار خبرې وکړې او وویل چې افغانستان په بهرنیو هېوادونو کې ۴،۵ ملیونه تنه غوښتونکي لري او قابو ۱،۲ ملیونه تنه کورني بې ځایه شوي کسان لري. هغه زیاته کړه چې روان کال کې قابو ۴۰۰ زره تنه بېرته هېواد ته راستانه شوي.

د غونډې د کار په دوام د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون استازي خالد ایسار او قاري محمد فهیم ساجد د بشر د حقوقو او د اسلام د مقدس دین له نظره د انسان د کرامت په هکله خبرې وکړي او د انسان د قاچاقو جرم یې د انساني کرامت په صریح نقض او د سلامي شریعت پرخلاف و باله.