ډاکتره ذکیه عادلي نن د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د ټولنېزو چارو د معینې په توګه معرفي شوه

۱۳۹۷ کال د زمري د میاشتې ۳

په هغو مراسمو کې چې په همدې منظور د عدلیې په وزارت کې پرځای شول، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدليې وزير ډاکټر عبدالبصیر انور، د کابل پوهنتون رئیس محترم حميدالله فاروقي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست ویاند ډاکتر مجیب الرحمن رحیمي، د لومړۍ میرمنې د دفتر استازي، د جمهوري ریاست له دوهم معاونیت څخه میلمنو، د عدلیې وزارت مالي او اداري معین، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت معین، د کابل پوهنتون استادانو او د ډاکترې ذکیې عادلي نورو دوستانو او همکارانو، شتون درلود. د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر، میلمنو ته ښه راغلاست وویل، د عدليې په وزارت کې د ټولنېزو چارو د معنیت د پوست زیاتوالی یې یوه ستره اړتیا وبلله او د افغانستان اسلامي مجمهوریت د رئیس له خوا د دغه پوست د زیاتوالي د منظورۍ له امله یې مننه او قدرداني وکړه. د عدليې وزارت د ټولنېزو چارو د معینې په توګه د ډاکترې ذکیې عادلي ټاکنه، یو په ځای ګام وباله او هیله یې وکړه چې د هغې په راتګ سره به د دې وزارت په ټولنېزو چارو کې اړوند کارونه په ښه توګه پرمخ لاړ شي. د عدلیې وزیر د دې وزارت د ټولنېزو چارو معینې ته د زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه او څرګنده یې کړه چې د هغې په شتون سره به د علمي او پوهنتوني بنسټونو سره د اړیکو او همغږۍ زمینه زیاته شي. د عدليې وزرات د حقوقي مرستو لویې رئیسې مېرمن عزیزې عدالتخواه له خوا د جمهوري ریاست د عالي مقام حکم ولوستل شو او د دې تر څنګ یې د میرمن عادلي تحصیلي ژوند لیک هم بیان کړ. د مراسمو په دوام د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي فاروقي، د عدلیې وزارت د ټولنېزو چارو د معینې په توګه د میرمن عادلي د ټاکنې له امله مبارکي وویله او په کابل پوهنتون کې د هغې د کړنو او وړتیاوو په هکله خبرې وکړي. هغې دغه راز  د قانون جوړونې په برخه کې د عدليې وزارت د لاس ته راوړنو په هکله خبرې وکړي او هیله یې وکړه چې د عدلیې په وزارت کې د میرمن عادلي په راتګ سره به په دې وزارت کې د زیاتو بریالیتوب شاهدان و.

دغه راز ډاکټر عادلي د ملي یوالي د حکومت د مشرانو او د عدليې د وزیر د اعتماد له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په اغېزمنه توګه د کارونو د پرمخبیولو په منظور به له هیڅ راز هڅو او هاند څخه ډډه و نه کړي. په پای کې ډاکترې عادلي ته د عدليې د وزیر او د نورو دوستانو له خوا د دې کاري دفتر ته لارښونه وشوه. د یادونې وړ ده چې ډاکټره ذکیه عادلي د سیاسي علومو تخصصي دوکتورا لري همدا اوس د کاتب پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي رئیسه، د کابل پوهنتون او ځينو خصوصي پوهنتونونو استاده ده. تر اوسه پورې د هغې دوه کتابونه او شا او خوا ۱۵ علمي او څیړنېزې مقالې خپرې شوې دي.