د عدلیې وزارت د تلفوني حقوقي خدمتونو مرکز(۱۸۸) خبرتیا ته رسول کېږي

۱۳۹۷ د زمري ۲

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت مسلکي معین محمد قاسم حلیمي دزرنګار د میډیا پروډکشن له مسؤول سره د دې وزارت د ټیلیفوني حقوقي خدمتونو د مرکز (Call Center) په باره کې د یو اعلان د برابرولو او خپرولو په هکله خبرې وکړې او دواړو لورو تفاهم وکړ چې د زرنګار دمیډیا پروډکشن دي د عدلیې وزارت د ټیلفوني حقوقي خدمتونو د مرکز د ۱۸۸ شمېرې په باره کې یو لنډ ویډویې اعلان برابر کړي او په کابل ښار کې د زرنګار د ډیجیټل تلویزوني کېبل له لارې د درېیو میاشتو د مودې لپاره خپور کړي دغه راز د زرنګار د میډیا پروډکشن به په تفاهم شوو چینلونو کې لاندې لیکل شوي پیغامونه په دوامدار ډول او له ځنډ پرته خپاره کړي.

د سکریپټ، سناریو او د کریکټرونو برابرول د عدلیې وزارت پرغاړه دي او لګښتونه به یې د عارف عظیم کمپنیو ګروپ ورکړي. د غه راز د زرنګار میډیاپروډکشن د خپلو اعلانونو د تعقیبولو په منظور د STB، شپږ دستګاوي د عدلیې وزارت دفترونو ته وړاندې کوي.

د دې تفاهم لیک مسویده برابره شوې ده او ډېر ژر به د دواړو لورو ترمنځ لاس لیک شي. د زرنګار میډیاپروډکشن د رسنېزو خدمتونو د وېشلو په برخه کې فعالیت کوي. دغه پروډکشند زرنګار د ډیجیټل کیبل شبکې لرونکیاو په کابل کې د ډیجیټل کیبل خدمتونه وړاندې کوي. دغه شرکت له ۳۶ کورنیو شرکتونو او ۵۵ بین المللي چینلونو سره په ټول افغانستان کې خپلو پیرودونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.