د یونیسف د اطفالو د ساتنې د برخې له رئیسې سره د عدلیې د وزیر کتنه

۱۷ چنګاغ ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت دعدليې وزیر جلالتماب ډاکټر عبدالبصیر انور په افغانستان کې د یونیسف د اطفالو د ساتنې برخې له رئسې میرمن تاتانا کولن سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړي. په دې کتنه کې دواړو لورو د عدليې له وزارت سره د دغې ادارې د مرستو په هکله خبرې وکړي.

د عدليې وزیر د دغې ادارې د همکاریو له امله مننه او قدرداني وکړه او له دغه وزارت سره یې د زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه. په پایې کې د یونیسف د اطفالو د ساتنې د برخې رئسې د عدليې له وزیر سره د کتنې له امله خوښې څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې له دغه وزارت سره هیڅ راز همکاري نه سپموي.