د انسان او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمسیون تخنیکې غونډه جوړه شوه

د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ د میاشتې ۱۳

د انسان او د مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمیسیون تخنیکي غونډه جوړه شوه. دغه غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت بهرنیو اړیکو ریاست د سرپرست او د انسان او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د تخنیکي کمېټې د رئیس نایف ریاضت په مشرۍ ددې کمیسیون د غړو ادارو د استازو په ګډون جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د اتریش له هېواد څخه د مهاجرت د پالیسۍ د پرمختیا د بین المللي مرکز (ICMPD) پلاوي هم حضور درلود.

په دې غونډه کې د عالي کمیسیون فعالیتونه، د انسان او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې نوی قانون، د انسان له قاچاقو سره د مبارزې د ملي عمل پلان، د لومړیتوبونو پلان او د عامه پوهاوي پلان برخه والو ته وړاندې شول.

دغه هئیت د انسان له قاچاقو سره د مبارزې د ډول او د هغو د مرتکبینو د څارنې په هکله یو لړ پوښتنې طرحه کړي.

د بشر د حقوقو مسلکي غړي او د انسان او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د تخنیکي کمیټې د سکرتریت مسئول محمد حسن سلیمي د انسان او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمیسیون په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د انسان او مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې عالي کمیسیون له درېو واحدونو څخه تشکیل شوی دی چې لومړی واحد یې د تعقیبونو، پېژندنې او کشف چارې په غاړه لري او د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت لوی ریاست او لویه څارنوالي پکې شامل دي، دوه یم واحد د انسان او د مهاجرانو د قاچاقو له قربانیانو سره ملاتړ پرغاړه لري چې عبارت دي له د عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو او د ښځو د چارو وزارتونه، په درېیم واحد کې د حج او اوقافو او د پوهنې وزارتونه، د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون او د افغانستان د مدافعو وکیلانو خپلواکه ټولنه شامل دي او د انسان او د مهاجرانو د قاچاقو په اړوند د پوهاوي ورکولو مسئولیت پرغاړه لري.

د غونډې د کار په دوام د انسان او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمیسیون او ولایتي کمیسیونونو د فعالیت د ډول په هکله هم توضیحات وړاندې شول.

په پای کې د مهاجرت د پالیسۍ د پرمختیا د بین المللي مرکز ( ICMPD) هئیت د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې د اړتیا په صورت کې به د انسان او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د تخنیکي کمیټې د غړو د ظرفیت د لوړولو په منظور روزنیزې برنامې جوړې کړي.