د انسان او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمیسیون د ۱۳۹۶ کال رپوټ

په دې وروستیو وختو کې د انسان د قاچاقو د جرم پراختیا په ملي او نړیواله کچه جدي انېښنې راپارولي دي او په ستر چیلنج بدل شوی دی.

د انسان د قاچاقو د جرم د نننیو تر سره شوو څیړونو او رپوټ له مخې د وسلو او نيشه یې توکو د قاچاقو تر څنګ، د نړیوالې معافیا لپاره  ناروا عوایدو د یادونې وړ سرچينه ده. د انسان د قاچاقو جنایت کارې شبکې د استثمار، تیراېستلو او د دغه جرم د قربانیانو څخه د ګټې اخېستنې له لارې، زیاتې مالي ګټې تر لاسه کوي. د تیرو دیرشو کلونو ترښو پېښو، د غیر قانوني مهاجرتونو پراخه څپه برابره کړه، د دغو پېښو پایلې، د جګړې، بيوزلۍ او د وزګار تیا میراث په هېواد کې د انسان او مهاجرانو د قاچاقو په زیاتوالي کې د غېزمنو عواملو له جملې څخه دي. دې ته په پام لرنې سره، د انسان او د مهاجرانو د قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمیسیون غړو ادارو، هڅه کړې ده، چې د انسان د قاچاقو د جرمونو د کشف او د مظنونیونو د نیونې، قضیو ته د رسېدګۍ او د انسان د قاچاقو د جرمونو د تورنو کسانو د محاکمه کولو، د انسان د قاچاقو په زیانونو د پوهاوي، د انسان د قاچاقو له قربانیانو سره د ملاتړ او د سیمېزې او بین المللي همغږۍ د رامنځته کولو په کار کې زیات کارونه تر سره کړي. دغه کمیسیون په تیر یو کال کې د همغږۍ د رامنځته کولو او د انسان او د مهاجرانو قاچاقو پورې  د اړوندو چارو د سمون په موخه یو لړ غونډې جوړې کړي دي. د دغو غونډو په پایله کې، د انسان او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې قانون تعدیل شوی دی او د مهاجرانو قاچاق د یوه جرمي عمل په توګه تعریف شوی دی. دغه د مهاجرت د بین المللي سازمان سره په همغږۍ کې د هېواد په اوو ولایتونو کې د انسان د قاچاقو د وضعیت په هکله د یو ملي تحقیق تر سره شو چې د هغه له مخې د دې کمیسیون د انسان د قاچاقو پرخلاف د مبارزې د ملي عمل پلان، د عامه پوهاوي پلان او دري کلن (۱۳۹۷-۱۳۹۹) پلان برابر او تصویب شول. دغه راز، تعدیل شوي قانون ته په پاملرنې سره، د انسان او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمیسیون او د ولایتي کمیسیونونو د دندو لایحه بیا څیړل شوې او تصویب شوې ده.

ځینې هغه اجراأت چې د دې کمیسیون د غړو ادارو په واسطه په تیر یوه کال کې تر سره شوي دي:

۱. ۹۵ تنه قاچاق وړونکي د کشفي ادارو په واسطه نیول شوي او عدلي او قضایې بنسټونو ته معرفي شوي دي چې له دې جملې څخه د انسان د قاچاقو ۷۷ مظنونین محاکمه شوي دي، په پایله کې، ۳۳ تنه د قصیر حبس څخه تر اعدام پورې محکوم شوي دي چې له دې جملې څخه:

  • ۱۸ تنه په متوسط حبس محکوم شوي دي.
  • ۸ تنه په طویل حبس محکوم شوي دي.
  • ۱ تن په قصیر حبس محکوم شوی دی.
  • ۴ تنه په دوام حبس محکوم شوي دي.
  • ۲ تنه په اعدام محکوم شوي دي.
  • ۱۱ تنو برائت تر لاسه کړی.
  • ۳۱ تنو نورو قضیې تر کار لاندې دي.

۲. د انسان د قاچاقو ۱۶۶ شبکې د ملي امنیت د ادارې په واسطه تثبیتې او پيژندل شوي دي او وروسته، په ۲۸ شبکو یې عملیات شوي دي.

۳. د انسان د قاچاقو ۱۲۶ قضیې د پولیسو له خوا کشف او څیړل شوي دي.

۴. د ملي امنیت او د کورنیو چارو د وزارت د ادارو د هغو تنکیو ځوانانو او ځوانانو څخه چې د مهاجرانو د قاچاق وړونکو په واسطه له هېواد څخه بهر ته لېږدول کېدل، د  ۲۱۰ تنو د غیر قانوني مهاجرت مخه نیولې ده.

۵. د انسان د قاچاقو له قربانیانو څخه په سلګونو تنه (۱۴۶۲) د عامې روغتیا وزارت له خوا تر روغتیایې او روانې ملاتړ لاندې نیول شوي دي.

۶. د انسان د قاچاقو له قربانیانو څخه ۶۰۳ تنه د کار او ټولنېزو چارو د وزارت له لوري د هېواد په مرکز او لایتونو کې او په سلګونو تنه نور په دې برخه کې د ځینو فعالو غیر دولتي بنسټونو له لوري تر ملاتړ لاندې نیول شوي دي.

۷. د مسؤولو ادارو په واسطه د عامه ادارو او د مدني بنسټونو د کار کوونکو د پوهې د کچې د لوړولو په منظور څه د پاسه ۳۰۰ روزنېزې او د پوهاوي ورکولو برنامې، جوړې شوي دي. د دې تر څنګه غږیزو او انځورېزو رسنېو او د جوماتونو له لارې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې زرګونو تنو ته د انسان د قاچاقو د زیانونو او پایلو په اړوند، پوهاوی ورکړل شوی دی. په دغه حالت سره، د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت د رپوټ له مخې چې په کال کې، یو ځل خپريږي، افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د څارنې په دویم ردیف کې ځای درلود. خو هغو ګامونو ته په پام لرنې سره چې په دې برخه کې واخېستل شول، په ۲۰۱۷ کال کې له څارنې پرته دویم ردیف ته لوړ شو. زموږ باور دا دی چې بین المللي ټولنه، په تیره بیا په سیمه کې زموږ ګاونډیان په ښه توګه خبر دي چې د سیمې سوکالي، امنیت او ټیکاو د افغانستان په سوکالۍ، امنیت او ټیکاو پورې تړاو لري. نړیواله ټولنه او په تیره بیا د سیمې هېوادونه تر هغه وخته پورې چې په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو د تأمینولو په کار کې هر اړخیزه همکاري ونه کړي، د انسان د قاچاقو او د غیر قانوني مهاجرتونو بحران لا پسې زیاتېږي او هغه وخت به دغه هېوادونه هم د دغه بحران سره مخامخ شي.

د انسان او د مهاجرانو د قاچاقو پرخلاف د مبارزې عالي کمیسیون په اوس وخت کې مشخصه بودجه نه لري. اوس دغه کمیسیون مشخص بانکي حساب رامنځته کړی دی چې د افغانستان د دولت او د نړیوالو بنسټونو په مرسته د انسان او د مهاجرانو د قاچاقو پرخلاف مبارزه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

له دې امله، موږ د انسان او د مهاجرانو له قاچاقو پرخلاف د مبارزې د عالي کمیسیون له پتې څخه له ټولو غړو ادارو څخه غواړو چې د انسان او د مهاجرانو د قاچاقو پرخلاف مبارزه جدي و بولي او هغې ته د خپل کار په لومړيتوب کې ځای ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د انسان او د مهاجرانو د قاچاقو پرخلاف د مبارزې عالي کمیسیون د ۱۶ دولتي او غیر دولتي بنسټونو په ترکیب په ۱۳۹۰ کال کې رامنځته شو. د عدلیې وزارت د دغه کمیسیون ریاست او سکرتریت پر غاړه لري. دغه کمیسیون په هرو دوو میاشتو کې یو ځل غونډه کوي. اوس دغه کمیسیون د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې فعال دفترونه لري.