د انسان له قاچاق او مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې د عالی کمیسیون د تخنیکي کمیټې ناسته وشوه

۱۳۹۷ د غبرګولي ۱۵

دغه ناسته د انسان د قاچاق او د مهاجرانو د قاچاق د مبارزې د آنلاین ډیټابیس د پېژندلو په منظور د هغه د لا  زیات بډاینې  لپاره د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو د ریاست د سرپرست نایف ریاضت په مشرۍ  او  د انسان قاچاق او د مهاجرانو د قاچاق د مبارزې د تخنیکي کمېټې د رئیس او د دې کمیسیون د غړو ادارو د استازو په ګډون په لاره اچول شوې وه.

د بهرنیو اړیکو د ریاست سرپرست نایف ریاضت، د انسان له قاچاق او د مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې آنلاین ډیټابیس د انسان د قاچاق او د مهاجرانو د قاچاق د مبارزې کار مهم وباله او له ګډون کوونکو څخه یې غوښتنه وکړه چې د دې ډیټابیس د لا زیات بډاینې لپاره خپل نظرونه او وړاندېزونه مطرح کړي.

په دې ناسته کې، د انسان د قاچاق او د مهاجرانو د قاچاق د مبارزې  آنلاین ډیټابیس  وپېژندل شو او ګډون کوونکو د هغه د لا زیات بډاینې لپاره نظرونه او وړاندېزونه مطرح کړل. دغه ډیټابیس د IOM د دفتر په همکارۍ برابر شوی دی او پتېل شوې ده چې د قاچاق کوونکو او د انسان د قاچاق او د مهاجرانو د قاچاق د قربانیانو په اړه معلومات او په دې برخه کې تر سره شوي اقدامات، په دې کې ثبت شي. 

په پای کې، د بشر د حقوقو  مسلکي غړي او د تخنیکي کمېټې د سکرتریت مسؤول حسن سلیمي ته دنده وسپارل شوه تر څو د انسان د قاچاق او د مهاجرانو د قاچاق د مبارزې له ولایتي لسو کمېسیونونو څخه یو یو تن استازی او د تخنیکي کمېټې د غړو استازو ته بلنه ورکړي ترڅو د آنلاین ډیټابیس د زده کړې په برنامه کې ګډون وکړي.