د حقوقي مرستو د دېتابېس سیستم پرانیستل شو

سه شبنه، د ۱۳۹۷ د غويي ۲۵، کابل، افغانستان

دغه دېتابېس د عدلیې وزارت او د حقوقو د بین المللي پرمختیا د سازمان(IDLO) له خوا د مدافع وکیلانو د خپلواک انجمن، یو. ان. دي. پي. موْسسې، د آسیا بنسټ،  لوی څارنوالۍ او سترې محکمې د ادارو د استازو په ګډون نن د پارک استار په هوټل کې پرانیستل شو.

د عدلیې وزارت مسلکي معین محمد قاسم حلیمي ددې سیستم د پرانیستلو په مراسمو کې وویل: دغه سیستم له موږ سره مرسته کوي تر څو د یو شمېر مدافع وکیلانو، قضایاوو او د هغو نوعیت و پېژنو او په افغانستان کې د حقوقي خدمتونو له سیستم څخه د څرګندې یوې ارزونې په ډول ولرو. نوموړي زیاته کړه چې زموږ دیني او اسلامي وجیبه ده څو زموږ مدافع وکیلان د مظلومانو او اړو کسانو(مستضعفانو) له حقه حقوقو څخه دفاع وکړي.

دغه دېتابېس د عدلیې وزارت د حقوقي مساعدینو، د مدافع وکیلانو د خپلواک انجمن او د اتو هغو موْسسو چې د بیوزلو مظنونینو او تورنو لپاره وړیا حقوقي خدمتونه وړاندې کوي، نیوونکی دی.  

همدارنګه پدې ناسته کې، په افغانستان کې د حقوقو د بین المللي پرمختیا  موْسسې عدالت ته له لاسرسي څخه د ملاتړ د پروژې رئیسې آغلې دینا باون وویل: په افغانستان کې به د حقوقي مرستو دېتابېس د حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې یو مهم او دوامداره سیستم وي.

دغه دېتابېس په دري، پشتو او انګلیسي ژبو فعال دی او د جزايي، مدني قضایاوو د درجولو، حقوقي مشورې ورکونې او له زیانمن څخه د ملاتړ د توانمنۍ لرونکی دی.

د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواک انجمن رئیس روح الله قاریزاده چې په دې کنفرانس کې خبرې کولی ، ددې دېتابېس پرانیستل مهم وباله او وې ویل: د حقوقي ادارو، مدني ټولنې او دولت ترمنځ همغږي، د آمارو لاسته راوړل او ددې سیستم په واسطه دقیق راپور اخیستنه، او په یوه وخت کې پر یوې قضیې باندې د څو بنسټونو له خوا د مدافع وکیلانو نه توظیف او په هېواد کې د حقوقي خدمتونو له وړاندې کولو څخه دقیقه څارنه او ارزونه، ددې دېتابېس له ښیګڼو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر وخت کې دې سیستم شتون نه درلود او ددې په رامنځته کېدو سره، په هېواد کې د حقوقي خدمتونو له وړاندې کولو څخه د ثبت، رسیده ګۍ او راپور ورکونې ډول، ساده او معیاري کېږي.