د عدلیي په وزارت کې د تقنیني ستاژ دوه یمه دوره پېل شوه

د ۱۳۹۷ د غويي ۹

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ دوه یمه دوره نن د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پېل شوه. په دې برنامه کې د حقوقو او شرعیاتو د پوهنځیو نږدې ۱۸۰ تنه فارغان، د عدلیې وزارت او د نورو دولتي ادارو کارکوونکي د رقابتي ازموینې له پایته رسولو وروسته جذب شوي دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت مسلکي معین محمد قاسم حلیمي، ددې برنامې جوړول مهم وبلل او د قانون جوړولو په برخه کې یې د هغې د اهمیت په هکله خبرې وکړې. ده ددې برنامې ګډون والو ته د بریالیتوب هیله وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له دغه فرصت څخه دی اغېزمنه ګټه واخلي.

د عدلیې وزارت مسلکي معین د تقنیني ستاژ د برنامې د تمویلوونکو د مالي او تخنیکي مرستو له امله مننه وکړه او په دې برخه کې یې د زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د عدلیې وزارت تقنیني ستر سلاکار قانونپوه محمد اشرف رسولي هم ددې برنامې د اهمیت یادونه وکړه او وې ویل: دغه برنامه ددې سبب کېږي چې په عدالت د خلکو د لاسرسي کچه لوړه شي او قوانین په سمه او ښه توګه طرحه او تسوید شي.

ده دغه راز څرګنده کړه: د تقنیني سندونو د مسودې برابرول د اړوندې ادارې له مسوْولیتونو څخه دي خو د مسلکي او تکړه اشخاصو د نشتوالي په سبب، هغه مسودې چې وړاندې کېږي، د منلو وړ نه دي او زیات نواقص او نیمګړتیاوې لري. دغه مسودې نه یوازې دا چې د قانون جوړولو د چارو له کارکوونکو سره مرسته نه کوي بلکې د قانون په الفاظو او ادبیاتو د هغو اړول، د قانون جوړولو د مسوْولانو وخت ضایع کوي او د قانون جوړولو د چلند، اصولو  او فنونو په نامه کوم مضمون یا په دې برابر کومه محتوي شتون نلري چې محصلان  مسلکي زده کړې وکړي.

د عدلیې وزارت د قانون جوړولو د بهیر د آسانه کولو په منظور او ددې لپاره چې په ادارو کې داسې کسان وي چې وکولای شي د تقنیني سندونو د برابرولو له عهدې څخه په ښه توګه ووځي او قوي تقنیني سندونه- هم د محتوي له مخې او هم د کمیت او کیفیت په لحاظ- عدلیې وزارت ته وړاندې کړي ‎، تقنیني ستاژ جوړ کړی دی، په دولتي ادارو کې د تقنیني ستاژ د فارغانو په استخدام سره، د قوانینو د تسوید بهیر زیات مسلکي کېږي او د قانون جوړولو په چارو کې د آسانتیا سبب کېږي