د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت مسلکي معین محمد قاسم حلیمي د یونیسف له لویې رئیسې مېرمن عادل خدور او ددغې ادارې د اطفالو د ساتنې د برخې له رئیسې مېرمن تاتانا کولن سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

د ۱۳۹۷ د وري ۲۹

په دې کتنه کې دواړو لورو د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو او د اطفالو د حقوقو د ساتنې د قانون په هکله، خبرې وکړې او د عدلیې وزارت او د یونیسف ادارې ترمنځ یې په زیاتې همغږۍ باندې ټینګار وکړ.

د عدلیې وزارت مسلکي معین له دغه وزارت سره د یونیسف د ادارې د مالي او تخنیکي همکاریو په تېره بیا د کابل ولایت د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکز د دوو ودانیو د بیا جوړولو او ترمیمولو او د بګرام په جېل کې د اطفالو د اړتیا وړ وسایلو د برابرولو په برخه کې ددغې ادارې د مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه او له دې وزارت سره یې ددغې ادارې د زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي حلیمي د اطفالو د حقوقو د ساتنې د قانون په هکله وویل: پدغه قانون تېره اوونۍ په پارلمان کې خبرې وشوې او هیله ده چې په راتلونکې اوونۍ کې تصویب شي. ده ژمنه وکړه چې دغه قانون به د جمهور رئیس له توشېح وروسته په ډېر لنډ ممکن وخت کې په رسمي جریده کې خپور شي.

ده زیاته  کړه چې د اطفالو د حقوقو د ساتنې او تاْمینولو په منظور، اړوندې ادارې دې باید په خپلو پالیسیو او ستراتیژیو کې د اطفالو د حقوقو د ساتنې د قانون ټول موارد په پام کې ولري.

د عدلیې وزارت معین وویل: په ښه توګه د اطفالو د حقوقو د ساتنې او تاْمینولو په منظور دې د معینانو په سطحه یوه غونډه جوړه شي چې د هغوي ستونزو ته رسیده ګي وشي.

ده د یونیسیف له لویې رئیسې څخه وغوښتل چې د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د لوی ریاست مسلکي کارکوونکو ته دې د څېړنیزو سفرونو زمینه برابره شي.

په پای کې د یونیسف د اطفالو د ساتنې د برخې رئیسې له عدلي او قضايي سکتور په تېره بیا د عدلیې له وزارت سره د زیاتو همکاریو ژمنه وکړه