عدلیې وزارت له ۲۶ زره جریبه زیاتې د دولتي ځمکې له غصب څخه دفاع کړې ده

دوشنبه، د ۱۳۹۷ د غويي ۳، کابل افغانستان

د ۱۳۹۶ کال له پېل څخه تر اوسه پورې په محکمو کې له ۲۶ زره جریبه څخه د زیاتې ځمکې، ۳۶ بابه دوکانونو، ۷ کورونو او د ۱ آپارتمان څخه له غصب او له ۱۷۱ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو کابو د یو میلیون امریکايي ډالرو او ۱۳ زرو یورو د تصرف مخه نیول شوې ده.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت د روان کال د غويي د میاشتې په درېیمه نېټه د دوشنبې په ورځ چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې زیاته کړه:

« د عدلیې وزارت له هڅو او هاند او د دولتي ادارو له لوري د مستندو او قانوني دلایلو له وړاندې کېدو وروسته، دغو ځمکو او مالونو د محکمو د نهایي پرېکړې له مخې، په دولت پورې اړه پېداکړې ده.

دغه راز، هغه په زرګونو جریبه ځمکه چې د غاصبانو په واسطه په مرکز او ولایتونو کې غصب شوې وي، له څېړنو وروسته، د دولت د قضایاوو د اداری د مسلکي غړو د استردادي قرارداد له مخې اړوندو ادارو ته وسپارلی شوې، له دې جملې څخه یوازې د بلخ په ولایت کې ددې ادارې د مسلکي غړو د استرداد د قرار له مخې، د ۵۲ زره او ۹۰۰  جریبه دولتي ځمکې د غصب، مخه نیول شوې ده. د عدلیې وزارت  ویاند ټینګار وکړ« په عدلي او قضايي ارګانونو کې پراخ اصلاحات خلکو ته د عالي او له اداري فساد څخه د خلاصو خدمتونو د وړاندې کولو متضمن دي او له همدې امله، د عدلیې وزارت د دولت د قضایاوو او د حقوقو د ادارو د ښه والي د عمل پلان نهایی کړی او اوس د تطبیق په حال کې دی» د ځمکې د غصب د مخنیوی، دقیقې، جدي، او په خپل وخت رسیدګۍ او محکمې ته د ځمکې د غاصبانو د راکښلو په منظور له دې وروسته دغه شان قضیو ته د دولتي ځمکې او املاکو د غصب مخنیوي د اختصاصي محکمې له لارې رسیدګي کېږي. له نیکه مرغه ددې محکمې په جوړېدو او د عامه املاکو د دفاع د څارنوالانو د شمېر په زیاتوالي سره، د ځمکې د غصب قضیو ته د رسیدګۍ بهیر له پخوا زیات ګړندی شوی دی.

عدلي او قضایي دستګاه د عدالت په تاْمینولو د خلکو لاس رسی تضمینوي او په همدې منظور دولت هوډمن دی چې په مرکز او ولایتونو کې د عدلي او قضايي ادارو له لارې، د ځمکې غاصبان، مفسدین او قانون ماتوونکي تر تعقیب لاندې ونیسي