د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د معینیت له خوا ۷۰۰ ټوکه کتابونه او مجلې د عدلیې وزارت د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو اطفالوته ورکړل شوې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین ډاکټر کمال سادات ۷۰۰ ټوکه کتابونه او مجلې په یو لړ رسمي مراسمو کې د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو اطفالو ته ورکړې.

ده دغه راز د ځوانانو حالت او په دې هکله فعالیتونه بیان کړل او ویې ویل لازمه ده چې د ځوانانو له ملي ستراتیژی سره سم د عدلیې په وزارت کې د ځوانانو کمېټه جوړه شي.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت مالي او اداري معین سیدمحمد هاشمي د اطفالو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د اطفالو و ضعیت د ښه والي او د اصلاح د مرکز اطفالو ته د کتابونو د برابرولو په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکاری له امله مننه او قدرداني وکړه.

د عدلیې وزارت اداري معین څرګنده کړه دې ته اړتیا ده چې له قانون څخه د سرغړونکو اطفالو د ښوونې او روزنې او د فرهنګ د کچې د لوړولو په برخه کې، کار وشي.

د عدلیې وزارت اداري معین په دغه برخه کې د ځوانانو د کمېټې په جوړولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د عدلیې وزارت د رهبری په کچه او په نورو برخو کې د ځوانانو شمېر د پخوا په پرتله تریوې اندازې پورې زیاتوالی موندلی دی.

ده دغه راز په دغو مراسمو کې ټینګار وکړ: لازمه ده چې د عدلیې په وزارت کې د ځوانانو شمېر زیات شي. د یادونې وړ ده چې له قانون او له ادارو سره له ۹ اړخیز موافقه لیک سره سم، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اطفالو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې له قانون څخه د سرغړونکو اطفالو د فرهنګ د کچې د لوړولو په باره کې د خدمتونو په وړاندې کولو مکلف دی.