د اتباعو په اساسي حقوقو او و جیبو د پوهاوي برنامه، د حبیبیې په عالي لیسه کې جوړه شوه

 په دې برنامه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو د لوی ریاست حقوقي پوهاوي ورکوونکو د حبیبیې د عالي لیسې د دولسمو ټولګیو ۳۵۰ تنو زده کوونکو ته د اتباعو د اساسي حقوقو او وجیبو په باره کې معلومات ورکړل.