د عدلیې وزارت د ښځو په واسطه د رهبری د روزنیزې برنامې جوړول

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د جندر واحد، د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ د برنامې (j.s.s.p) په تخنیکي او مالي همکاری د ښځو په واسطه د رهبری تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیزه برنامه د ۱۳۹۷ کال د وري د میاشتې له ۱۹ نېټې څخه تر ۲۱ نېټې پورې ددغه وزارت ۲۰ تنو نارینه او ښځینه کارکوونکو ته جوړه کړه.

په دې روزنیزه برنامه کې د رهبری د مفاهیمو، د رهبری د اصولو، ښځې او رهبري، د رهبری مهارتونه، د وخت مدیریت، ټیم جوړولو، تصمیم نیونې او د انګېزې ورکولو په ګډون د رهبری د مهمو او عمده موضوعګانو په باره کې خبرې او غور وشو چې له دې لارې عملي لارې چارې او د هغو د تطبیق زمینې برابرې شي.