د کډوالو(مهاجرینو) لپاره د ناروی د پلاوي د موْسسې او عدليې وزارت ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.

۱۳۹۶ د سلواغې ۴

دغه تفاهم لیک، د معلوماتو د پروژې، مشورې او حقوقي مساعدت(ICLA) د تطبیق په منظور، د ا.ا.ج د عدليې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور او په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروی د پلاوي د موْسسې(N.R.C )  د لوی رئیس روبرتو ویلا سکستو،  له خوا لاسلیک شو.

ددې تفاهم لیک پربنسټ، د کډوالو لپاره د ناروی د پلاوي موْسسه، په لاندې برخو کې عدلیې وزارت سره مرسته او همکاري کوي:

۱- د کډوالو، بېرته راستنیدونکو او کورنیو بې ځایه شوو لپاره  له بین المللي معیارونو سره د تلپاتو او موافقو حقوقي مساعدتونو وړاندې کول او د باکیفیته حقوقي پوهاوي د خدمتونو عرضه کول، همدارنګه عدالت ته د افغانستان د اکثرو ښاریانو د لاسرسي لپاره د زمینې برابرول.

۲- ددې وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په منظور، د مرکز او ولایتونو په سطحه د څلور دېرشو وړو حقوقي کتابتونونو برابرول او تجهیزول.

۳- د هېواد له نافذه قوانینو سره سم، د حقوقي سلاکارانو ګمارل.

۴- د مرکز او ولایتونو په سطحه د حقوقي مساعدتونو د وړاندې کولو او د حقوقي عامه پوهاوي د برنامو په برخو کې همغږي.

۵- په مدني قضایاوو (ملکیت، نفقه، میراث، مهر او حضانت) کې د حقوقي مشورې دفاع او وړاندې کول چې د حقوقي مساعدتونو د لوی ریاست له لوري دې موْسسې ته پېژندل کېږي.

۶- په مرکز او ولایتونو کې د حقوقي مساعدینو، د حقوقي عامه پوهاوي مبلغینو او نورو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په غرض د برنامو جوړول. په دې زیات، د ( N.R.C ) دفتر په کلني توګه، ددې وزارت د سترو کارکوونکو لپاره دوه پرمختللې برنامې جوړوي.

۷- د ښاریانو د پوهاوي په منظور، د هغو تبلیغاتي موادو د چاپ په برخه کې همکاري چې د حقوقي عامه پوهاوي د آمریت له لوري ترتیبېږي.

د معلوماتو، مشورې او حقوقي مساعدتونو پروژه (ICLA)، د اروپایي ټولنې د کمیسیون له لوري، د DANID، NMFA، DUTCH   MFA ، DFID او NORAD ، تمویل او د کډوالو لپاره د ناروی د پلاوي د موْسسې په واسطه، تطبیقېږي.

دغه موْسسه د نړۍ له ۲۰ هېوادونو څخه په زیاتو کې فعالیت لري او له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا په افغانستان کې فعالیت کوي او تر اوسه پورې یې د کډوالو او د کورنیو بې ځایه شوو د وضعیت د ښه والي په اړوند ګڼې پروژې، تطبیق کړی دي.