د ا.ا.ج، د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د جي.آی.زیډ، مؤسسې د قانون حاکمیت د برخې رئیس برنډ میسراشمیت سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

۱۳۹۶ مرغومی ۲۶

په دې کتنه کې ښاغلي اشمیت، اغلې انا ویکټوریا د قانون جوړونې او علمي  حقوقي څېړنو انستیټوټ کې د قانون جوړونې د سلاکارې په توګه عدلیې وزارت ته وروپېژندله.

د عدلیې وزیر له عدلیې وزارت سره د جي.آی.زیډ له همکارېو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او هیله مندي یې ښکاره کړه تر څو د دې اغلې له پوهې څخه د قانون جوړونې په برخه کې اعظمي ګټه صورت ومومي. اغلې ویکټوریا له دې څخه مخکې په جي.آی.زیډ کې د قانون د حاکمیت په برخه کې د سلاکارې په توګه او د حقوقي څېړونکې په توګه په مختلفو بین المللي بنسټونو کې کار کړی دی. همدا راز هغه په ۷ رسمي ژبو تسلط او آشنایي لري. په پای کې، د عدلیې وزارت او د دې مؤسسې ترمنځ د همکارېو په جاري ساتلو ټینګار وشو. جي.آی.زیډ، یو آلماني مؤسسه ده چې له عدلیې وزارت سره د تقنین او حقوقو ریاستونو او د ولایاتو عدلیي ریاستونو سره په مختلفو برخو کې همکاري کوي.