د عدليې وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست د اداري سیسټم مډرن جوړونه، وښودل شوه.

په دې وروستیو کې د بهرنیو اړیکو ریاست، د عدلیې وزارت په تشکیل کې رامنځته شوی نوی او د دې ریاست اداري سیسټم مډرن جوړونه د یو رسمي مراسم په ترڅ کې، پرانیستل شوه.

د بهرنیو اړیکو ریاست د اداري سیسټم مډرن جوړونه د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو د ا.ا.ج، د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټرعبدالبصیرانور وینا وکړه او د دې ریاست د اداري چارو له نوې جوړونې څخه یې د خوښښئ څرګندونه وکړه. هغه وویل دا ریاست د بین المللي مؤسسو، ډونرانو او سفارت خونو سره د اړیکو تنظیمولو په منظور رامنځته شوی دی. له دې پتې سره مونږ کولی شو چې زمونږ ریاستونه څه شیانو ته اړتیا لري او دا اړتیاوې کومې مؤسسې او یا سفارت ته، هغو تفاهم لیکونو ته په کتو سره چې لرویې، ورسره شریک کړو.

د عدلیې وزیر وویل: یو له هغومسایلو څخه چې باید ساده سازي شوي وئ، د تابعیت پرېښودل او د تابعیت لاسته راوړولو پروسه د لا ښه دوسیه بندۍ د نظام او د هغه دډیټابیس رامنځته کول دي. د تابعیت پرېښودل او لاسته راوړلو بهیر چې مخکې یې ډیر وخت په بر کې نیوه، خوپه نوې او پرمختللې تګلارې سره د دوسیه بندۍ او ډیټابیس رامنځته کولو سره، اووس مهال دا بهیر ساده شوی، د دوسیه بندۍ نظام او د هغو د لا ښه ثبت نظام هېوادوالو ته د ښه خدمتونو د وړاندې کولو لامل کېږي. هغه د بهرنيو اړیکو ریاست څخه وغوښتل ترڅو هغه ستونزې چې د تابعیت پرېښودل او د تابعیت ترلاسه کولو په تګلاره کې شتون لري، وپیژني او ورسره شریک کړی شي ترڅو د هغې د لیرې کولو لپاره اقدام صورت ومومي او هغه ستونزې چې د نورو ادارو اړوند وي، د کابینې په غونډه کې مطرح کړي ترڅو د هغې لیرې کولو ته پام وشي.

د عدلیې وزیر د JSSP  او INL له مؤسسو څخه له دې وزارت سره د دوي د مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه او د عدليې وزارت سره د لاډېرو همکاریو، په ځانګړې توګه د دې وزارت د دولت د قضایاو عمومي ریاست او د حقوق عمومي ریاست د قضایاو فایلینګ سیسټم او د آنلاین ثبت غوښتونکی شو.

د بهرنیو اړیکو ریاست، د عدلیې وزارت او بین المللي موسسو، ډونرانو او سفارت خونو سره د اړیکو تأمینولو مسئولیت په غاړه لري او د دې ریاست د لویو دندو څخه یوه، د زمونږ د هېوادوالو د تابعیت د پرېښودلو چې د هېواد څخه بهر په سر وړي او غواړي خپل افغاني تابعیت پرېږدي او همدا راز بهرني اتباع چې د افغاني تابعیت ترلاسه کولو غوښتونکي دي، د سندونو د پړاونو تیرول دي.

دغه ریاست د تابعیت د پرېښودلو او د تابعیت ترلاسه کولو پروسې د ساده سازۍ په منظور، د دوسیه بندۍ (فایلینګ) او ډیټابیس یو منظم سیسټم د (JSSP) محترم دفتر په مرسته رامنځته کړو چې په دې مراسمو کې وپیژندل شو. دا سیسټم د دې ریاست کارکونکي توانمند کوي چې په ترټولو کمه موده کې، د افرادو دوسیې ومومي او هغوي ته معلومات ورکړي چې د هغوي دوسیې په کومه مرحله کې قرار لري.

په پای کې د عدليې وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست په رسمي ډول د پټۍ په پرېکولو سره افتتاح شو.