د انسان له قاچاق او د مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون درېیمه ناسته، جوړه شوه.

کابل- د ۱۳۹۶ د مرغومی  ۵ 

دغه ناسته د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور په مشرۍ، د انسان له قاچاق اود مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې د ښوونیز لارښوودد نهايي کولو اود انسان له قاچاق او د مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون او ولایتي کمېسیونونو د فعالیت د ډول د لایحې د ترتیبولو لپاره، ترسره شوه.

عدلیې وزیر، د انسان د قاچاق په اړوند خبرې وکړی وی ویل: په دې وروستیو کېپه بین المللي سطحه د انسان د قاچاق د جرم پراختیا جدي اندېښنې راولاړې کړي او په لويې ننګونې بدلې شوي. د ترسره شوو ارزونو پربنسټ، نن د انسان د قاچاق جرم د وسلې د قاچاق او د مخدره توکو د قاچاق ترڅنګ د نامشروع عوایدو د کتنې(ملاحظې) وړ سرچینه ده.د انسان د قاچاق جنایتکارې شبکې د استثمار، فریب او ددې جرم له قربانیانو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له لارې، ډېرې مالي ګټې لاسته راوړي.

د انسان قاچاقبران هغه هېوادونه زیات تر خپلې موخې لاندې راوړي  چې له سیاسي بحرانونو او وسله والو شخړو یا بېوزلۍ او بیکارۍ سره مخامخ وي. افغانستان هم د هغه هېواد توګه چې له جګړې او بحران، بېوزلۍ او ناامنۍ  سره لاس او ګریوان دی، لدې پلوه د یوه زیان مننوونکي هېواد په توګه ګڼل کېږي.

نوموړي همدارنګه، د انسان له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون له کاري کړنو او له هغو فعالیتونو څخه یادونه وکړه چې ددې کمېسیون له دوه یمې ناستې وروسته ترسره شوي. ددې کمېسیون له غړو څخه یې وغوښتل څو د انسان د قاچاق د قانون  حکمونو، د عالي کمېسیون د فعالیت د ډول لایحېاو د انسان د قاچاق د جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ملي عمل پلان ته په کتو سره ، ددغو سختو او غیر انساني جرمونو پر وړاندې، مبارزه وکړي. څو تر ټولو یوې سالمې او ډاډمنې ټولنه کې د ژوند کولو امکان برابر شي.

په دې ناسته کې، د انسان او د مهاجرانو له قاچاق سره د کمېسیون د غړو ادارو له استازو څخه ۲۲ تنو ګډون کړی وو او پر یادوو شوو موضوعاتو باندې یې غور او بررسي وکړه. همدارنګه، د انسان او د مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې  ښوونیز لارښودله ملاحظاتو سرهتصویب او فیصله وشوه چې د انسان له قاچاق اود مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې د تخنیکي کمېټې په ناسته کې دې وروستنی(نهایي) شي.